فرانس د زنانه ؤ په نقاب باندې د پابندۍ قانون عملي کول شورو کړې دي او که چرې زنانه د گنړی گوڼې ځایونو کې په نقاب کې اولیدلی شي نو سزا به ورکولی شي.
په نقاب باندې د مخ پټولو جرمانه ٢٠٠ ډالره ده او که چرې په زور په چا باندې نقاب واغوستلی شي نو په دغه کس به ۴١،٠٠٠ ډالره جرمانه لگولو کیږي او تر یو کال پورې به قید کې بندي کولی شي.
پولیسو ته حکم دی چې د چا نه به د گنړی گوني په ځائې کې به نقاب نه کوزوي.
په نقاب د پابندۍ قانون د فرانس پارلیمان تیرکال د ستمبر په میاشت کې منظور کړی دی او په دې عمل کول د گل د ورځې نه شورو کړی شوی دی.
په نقاب د پابندۍ د قانون پلویان وائي د فرانس پنځه یا شپږ میلینه مسلمانانو په ټولنه کې د شاملیدو د پاره دغه قانون ضروري دی.
خو مسلمانانې زنانه وائي نقاب د دوي مذهبي نخښه ده. د خالي په ورځ پولیسو د فرانس سرښار پیرس کې ٦١ کسان اونیول. په دوي په نقاب د پابندۍ خلاف د غیر قانوني مظاهرې کولو الزام لگولی شوی دی.
د فرانس د حکومت اندازه ده چې یوازې ٢،٠٠٠ زنانه په نقاب خپل مخونه پټوي.
د فرانس صدر نکولس سارکوزي وئیلې په نقاب پابندي د زنانه ؤ حقوقو او فرانس کې حکومت او مذهب د یو او د بل نه جدا ساتلو د پاره ضروري ده.