په فرانس کې الله اکبر ویونکي بریدگر، یو افغان مسلمان هم وژلی

د فرانس په ستراسبورگ ښار کې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ د ډزو کومه پیښه وشوه، په هغې کې څلور تنه وژل شوي او یو یې، افغان مهاجر و.

نوي رپوټونه څرگندوي چې بریدگر، د شریف شیکات په نامه یو ٢٩ کلن فرانسوی مسلمان و چې افراطي (انتهایي پسند) افکار یې لرل او د ډزو پر مهال یې هم د الله اکبر نعرې وهلي دي.

په هغو کسانو کې چې د ستراسبورگ په دې پیښه کې وژل شوي، یو یې هم ۴۴ کلن افغان مهاجر، احمد کمال نقشبندي و. د کمال نقشبندي د تره زوی، مصطفی نقشبندي امریکا غږ ډېوه ته وویل، کمال له خپلې مېرمن او اولادونو سره بازار ته تللی و چې ناڅاپه یو سړی (بریدکوونکی) یې تر شا ودرېد، پر اوږه یې وټپاوه او کله چې کمال نقشبندي مخ وروگرځاوه، نو بریدکوونکي د الله اکبر نعرې په کولو سره، هغه پر سر وویشت.

د فرانس پولیسو د ملزم بریدگر، شریف شیکات دغه تصویر خپور کړی دی

مصطفی نقشبندي زیاتوي چې د تره زوی یې په بېرحمۍ او د اسلام په نوم، د هغه د بچو مخې ته وژل شوی دی.

د فرانس چارواکي وایي چې د بریدکوونکي شریف شیکات پسې یې لټون پیل کړی، خو سمدستي یې ځای نه دی معلوم. چارواکي زیاتوي چې شیکات په فرانس کې زیږېدلی و، او مخکې تر دې هم په فرانس، سویتزرلېنډ، او جرمني کې د غلا په شمول په مختلفو جرمونو نیول شوی و. هغوی زیاتوي چې شریف شیکات وروسته په زندان کې انتهایي پسنده افکار پیدا کړل او له دې امله، د امنیتي ځواکونو لخوا یو ممکنه خطر گڼل کیده.