رابرټ گيټس : القاعده او پلویان چې يې هر چرته وي وار به پرې کوؤ

د امريکې ددفاع وزير رابرټ گيټس وئيلي دي القاعده او هغې پلويان چې هر چرته پټ وي او دامريکا امن ته خطرې پيدا کوي نو دهغوي پسر به ګزار کولى شي.
په کابل کې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته رابرټ ګيټس وئيلي طالبان او القاعده دې دا فکر نۀ کوي چې ګنې راتلونکي کال کې به امريکائي پوځيان افغانستان څخه اوځي.
هغه وويل مونږ به هيڅ کله افغانستان په نيمه لار کې پرې نۀ ږدو او ددغه هيواد دثبات او امن لپاره به دافغانستان سره خپلې ملګرتيا ته دوام ورکړو.
نوموړي وويل دترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې به د دوي برياليتوب دسيمې دثبات ، دافغانانو دمستقبل او دامريکا او دهغې دانډيوالانو داوږدمهاله امنيت لپاره زيات مهم وي.
بل لوري ته په قندهار کې دامريکائي پوځي اډې کيمپ نيتن سمتهـ دليدنې په مهال پوځيانو ته پخپله وينا کې ښاغلي ګيټس وويل په افغانستان کې دتندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره دطالبانو مضبوط مرکز جنوبي ښار قندهار کې عسکري برياليتوب ترلاسه کول زيات مهم دي.
په دغه پوځي اډه کې دامريکائي پوځ دڅلورم انفنټري ډويژن دړومبۍ قطعې عسکر گمارل شوي دي او ددغه پوځي قطعې سره تعلق لرونکي 7 پوځيان دگل په ورځ په دوؤ بيلا بيلو بريدونو کې وژل شوي وؤ.
ددغو عسکرو په وژنه دخفگان ښودلو په ترڅ کې رابرټ گيټس وويل په راتلونکي کې به امريکائي پوځيانو ته دتندلارو په ضد جگړه کې دنورو سختو شيبو سره هم مخ کيدل وي.
ديو عسکر له لوري ددې پوښتنې په ځواب کې چې امريکائي پوځ په پاکستان کې دپټو تندلارو په ضد گامونه ولې نۀ اخلي؟ ددفاع وزير رابرټ گيټس وويل امريکا په اسلام اباد زور راوړي چې دپاکستان امنيتي ځواکونه دې دتندلارو په ضد دعملياتو لمنه دافغان پولې سره تړلې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان پورې پراخه کړي.
دهغه وينا وه ” زما په خيال په پاکستان کې نيغ په نيغه دامريکائي پوځي مداخلې احتمال ډير کم دى “ خو هغه وويل هر څوک په دې پوهيږي چې دپولې پورې غاړه دتندلارو ځالې يوه ستره ستونزه ده.
رابرټ گيټس انديښنه وښوده چې دپاکستان دننه دراغلي اوسني سيلاب له امله شمالي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ له لوري ممکنه پوځي کارروائي دځنډ سره مخ کيدى شي