نړیوالو مرکچیانو په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره نوی تجویز وړاندې کړی

د فلسطينی کورنۍ په ويل چېیر ناست یو تن د خان یونس نه تګ کوي. اسرایل په سیمه کې فلسطینیانو ته د وتلو امر کړی دی

په غزه کې جنګ د ختمولو او د اسرایل او حماس ترمنځ د امن په کوښښونو کې بوختو نړیوالو مرکچیانو د جمعې په ورځ‌ اعلان وکړو چې د فریقېنو ترمنځ اختلافات ختمولو دپاره یې دواړو خواو ته د سولې مجوزه تړون په چټکتیا د عملي کېدو په اړه نوی تجویز وړاندې کړی دی.

په واشنګټن کې یو امریکايي چارواکي وویل د امریکې صدر جوبایډن په دوحه کې د اسرایل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ او یرغمالانو د ازادۍ دپاره په تېرو دوو ورځو کې په مذاکراتو د پرمختګ په اړه د مصر صدر عبدالفح السیسي او د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد بن الثاني سره په ټېلې فون خبرې وکړې.

صدر بایډن وویل په تېرو درو ورځو کې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، معاهده ممکنه ده خو لا نور کار هم پاتې شوی دی.

په قطر کې د دوو ورځو مذاکراتو راغونډولو په موقع د امریکې، مصر او قطر مرکچیانو یو مشترکه بیان کې وویل خبرې اترې يې په سنجیده، تعمیري او مثبتې فضا کې وشوې.

په بیان کې وویل شوو چې کاري ډلې به اینده هفته بیا ملاقات کوي چې د تجویز د عملي کولو په تفصیلاتو کار وکړي چې په کې د یرغمالانو او د قېدیانو د ازادۍ دپاره انتظامات او انساني امداد شامل دی.

د بیان ترمخه، د منځګړو د حکومتونو لوړ رتبه چارواکي به د اینده هفتې د ختمېدو نه مخکې د مصر سرښار قاهره کې یو ځای کېږي او معاهدې ته د هغو شرايطو دلاندې حتمي شکل ورکړي چې د جمعې په ورځ وړاندې کړل شول.

مرکچیانو په خپل بیان کې وویل ژوندونه د بچ کولو، د غزه ولس ته امداد د رسوولو دپاره او په سیمه کې تاوتریخوالي کمولو دپاره د لارې تعین وکړی شو.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن به د خالي، شنبې، په ورځ اسرایل ته ورځي چې د سټېټ ډپارټمنټ ترمخه، د ډز بندۍ معاهدې ته رسېدو دپاره سفارتي کوښښونه جاري وساتي.

په دوحه کې مذاکرات د ختمېدو سمدستي وروسته د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر په یو بیان کې وویل د مرکچیانو د کوښښونو ستاینه کوي چې حماس یې معاهدې منلو او یرغمالانو ازادولو ته قانع کړو.

هم د جمعې په ورځ د امريکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د اسرایل د دفا وزیر یواو ګېلانټ سره په غزه کې د صورتحال او د اسرایل او د حزب الله ترمنځ په شخړه خبرې وکړې.

وایټ هاوس په قطر کې د مذاکراتو په اړه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې خبرې اترې په خوشبينۍ شروع شوې وې.

وایټ هاوس د دې خبرې تصدیق وکړو چې د قطر په سرښار دوحه کې سولې دپاره خبرو اترو کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر ویلیم برنز هم شامل دی او مذاکرات به د جمعې تر ورځې دوام ولري.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جان کربي خبریالانو ته وویل په قطر کې مذاکرات په امید لرونکي انداز بیا شروع شول.

کربي وویل لا ډېر کار پاتې دی او د مجوزه معاهدې پېچیدګۍ په کتنه دا امید نه کوي چې نن به په خبرو کې لوظنامه معاهد ترلاسه کړی شي. هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې پاقې پاتې خنډا لرې کېدلی شي خو پکار ده چې دا بهیر تر اختتامه ورسوول شي.

کربي وویل غواړي چې د حماس د ولکي څخه اسرایلي یرغمالان ازاد کړی شي، په غزه کې فلسطینیانو ته امداد ورسوول شي، اسرایل ته د تحفظ ډاډ ورکړی شي او په سیمه کې تاوتریخوالی زر تر زره کم کړی شي.

د امریکې صدر جوبایډن د جولای په ۳۱ نېټه د اسرایل او حماس ترمنځ د ډز بندۍ تجویز وړاندې کړی و او تېره هفته یې د قطر او مصر د مشرانو سره په هم غږۍ غوښتنه وکړه چې د امن مذاکرات دې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بیا شروع کړی شي.

حماس چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حملې دلارې یې اسرایل سره جنګ شروع کړی، اول یې د صدر بایډن په تجویز کې خپل وړاندیزونه شاملول غوښتل خو اوس وايي غواړي چې د امریکايي صدر تجویز دې په مکمله توګه نافذ کړی شي.

په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور حماس یرغمال نیولي وو.اسرایل وايي ۱۱۶ یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې ۴۲ هغه کسان هم په کې شامل دي چې وېل کېږي مړه شوي دي.

په غزه کې د اسرایل د عملیاتو په نتیجه کې دواړه فریقېن وايي ۳۹۴۰۰ کسان وژل شوي دي خو د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وايي ۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. که څه هم د غزه د صحت وزارت په وژل شویو کسانو د وسله والو شمېره نه ښيي خو اسرایل وايي به زرګونو فلسطیني وسله وال يې وژلي دي.