دوحه کې د ډزبندۍ خبرې دویمې ورځې ته غزېدلې او غزه کې د وژل شویو شمېر تر 40 زره زیات شو

په غزه کې د ډزبندۍ د تړون په اړه خبرې اترې پرون پیل شوې وې او نن د جمعې په ورځ بیا مذاکرات کوونکي د قطر په سر ښار دوحه کې سره ویني چې په غزه کې د ډزبندۍ د تړون عملي کېدو هدف تر لاسه کړي. د حماس چارواکو په خبرو کې ګډون نه دی کړی.

د دغو خبرو هدف په غزه کې د اسرايل او حماس تر منځ د جګړې ختمول، د حماس له بنده د لسګونو یرغمل شویو کسانو را خوشي کولو او سیمې ته د دې جګړې د خپرېدو مخنیوی ښوول شوی دی.

د غزې د روغتیا چارواکو د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، چې د لسو میاشتو جګړو وروسته هلته د اسرایلي ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر 40,000 ډېر شوی دی.

د قطر او امریکا چارواکو ویلي، د خبرو دغه پړاو د پنجشنبې- زیارت په ورځ پیل شوی او د جمعې په ورځ به په دویمه ورځ هم په دې اړه خبرې اترې کیږي.

یوه امریکایي چارواکي چې په دوحه کې له روانو خبرو اترو خبر دی د نوم نه اخیستلو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل چې د پنجشنبې- زیارت د ورځې خبرې اترې "تعمیري" وې.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "دا مهم کار دی، نور خنډونه له منځه وړل کېدای شي او موږ باید دا بهیر پای ته ورسوو."

په همدې حال کې اسرایل ځواکونو پر غزې پټۍ خپل بریدونه زیات کړي دي. د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د پنجشنبې- زیارت په شپه د غزې په شمال کې په جبالیا سیمه کې پر یوه کور د اسرایل په هوايي برید کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرایلي پوځیانو تر دې مخکې د جنوبي ښارونو رفح او خان یونس په اهدافو بریدونه کړي وو.

د حماس د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته په ټیلیګرام باندې په خپل یوه بیان کې ویلي چې د اسرایلي ځواکونو دوامدار عملیات د ډزبندۍ د پرمختګ په لاره کې یو خنډ دی.

بدران ویلي خبرې اترې باید د هغه چوکاټ د تړون د عملي کولو په لور حرکت وکړي چې مخکې منل شوی وو او هغه بشپړه ډزبندي، د اسرایلي ځواکونو وتل، د بې ځایه شویو فلسطینیانو بیرته ستنېدل او د یرغمل شویو د تبادلې تړون ته رسیدل. دي:

"حماس په دوحه کې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د تبادلې په اړه روانو خبرو ته له سټرېټیجیک نظره ګوري چې هدف یې پر غزې د [اسرایلي] تېري پای ته رسول دي."

امریکايي چارواکي رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، منځګړیو پلان درلود چې له غونډې وروسته د حماس له مذاکرات کوونکي ټیم سره مشوره وکړي.

د اسرایلو په پلاوي کې د استخباراتي ادارې مشر ډیویډ برنیا، د کورني امنیت د ادارې مشر رونن بار او د پوځ د یرغمل نیوونکو مشر نتزان الون شامل دي.

سپینې ماڼۍ د سي آی اې مشر بیل برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکې استازی بریټ مک ګورک لېږلي. د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني او د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل هم په خبرو کې برخه لرله.