د غزې د شهري دفاع اداره وایي، د شنبې- خالي په ورځ د اسرایل په بریدونو کې د ملګرو ملتونو په یوه سکول کې د اوو تنو په ګډون 17 تنه ووژل شول چې د اسرایل پوځ دعوه کړې دا سکول د حماس د کمانډ مرکز په توګه کارول کېده.
د شهري دفاع ادارې ویاند محمود بصل اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، یو برید پر هغه سکول باندې شوی دی چې ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو کډوالو لپاره جوړ کړی وو. هغه وویل:
"کله چې د اسرايل جنګي الوتکو د غزې ښار په لوېدیځ کې المجیده وصله ښوونځی په نخښه کړ، د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه پکې ووژل شول او لږ تر لږه لس نور ټپیان شول".
په غزه کې په میلینونو هغه خلک چې د جګړو له کبله بې کوره شوي او بیا بیا له یو ځایه بل ځای ته کډه شوي، په هغو سکولونو کې اوسېږي چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې چلېږي.
د اسرایل پوځ ویلي، د حماس ترهګرې ډلې وسلوالو په سکول کې دننه د کمانډ او کنټرول په یوه مرکز کې دننه فعالیت کاوه او دوی ورباندې برید وکړ.
د غزې د شهري دفاع ادارې ویاند بصل وایي، د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې د ښاروالۍ یا بلدیې پر یوه ودانۍ د اسرايل په برید کې ښاروال یا مېر دیاب الجارو او نهه نور کسان وژل شوي دي.
د اسرايل پوځ الجارو له حماس ډلې له پوځي څانګې سره په همکارۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې هغه یې په دیرالبلاح کې په یوه بشردوستانه سیمه کې په نخښه کړی دی.
په غزه کې جنګ د 2023م کال په اکتوبر کې پر اسرایل باندې د حماس له برید وروسته پیل شو. د اسرايل د چارواکو په وینا د حماس په هغه برید کې 1,208 اسرایلیان وژل شوي وو چې وایي اکثره یې ملکي خلک وو.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه لږ تر لږه 44,930 کسان د اسرايل په جوابي بریدونو کې وژل شوي دي چې لویه برخه یې عام وګړي دي. ملګري ملتونه دا شمېر د باور وړ ګڼي.