ملګرو ملتونو په یو نوي رپورټ کې خبرداری کړی چې د غزه په اوسېدونکو د جنګ تباه کوونکو اثراتو دا سیمه د ترقۍ په لحاظ ۷۰ کاله وروسته بوتللې ده چې بد اثرات به يې د غزه نه بهرهم د فلسطینیانو اینده نسلونه د خطراتو سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د ډوېلپمنټ پروګرام، یو اېن ډي پي، د غزه په حالاتو رپورت د نهې، سه شنبې، په ورځ د ادارې منتظم اېکم سټاینر شایع کړو.
د یو اېن ډي پي د رپورټ سره سم سټانیر په خپل جدا بیان کې وویل که غزه ته هر کال بشري امداد شروع هم شي خو د جنګ نه مخکې حالاتو ته د سيمې په بېرته رسېدو کې به لس او یا د لسو کالو نه هم زیات وخت لګي.
د يو اېن ډي پي د شمېرو ترمخه، په ۲۰۲۴ کې به په غزه او په مقبوضه وېسټ بېنک کې د غربت کچه ۷۴ اشاریه درې فیصد ته ورسېږي. د تېر کال تر اخېره پورې په دواړو سیمو کې د غربت کچه ۳۸ اشاریه اته فیصد وه.
د فلسطینیانو د مرستې دپاره د یو اېن ډي پي خصوصي استازې ستوسی نوګوچي وویل په غزه کې د بې روزګارۍ کچه د راکټ په شان پورته روانه ده او د دوو څخه یو تن بې روزګاره دی.
نوګوچي د غزه د دیرالبلاح ښار نه د وډیو دلارې په جېنیوا کې خبري غونډې ته وویل په غزه کې د بې روزګارۍ سطحه ۸۰ فیصد ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو په اندازه کې د غزه د اقتصادي ترقۍ دپاره درې لارې تجویزونه وړاندې شوي دي چې په یو تجویز کې غوښتنه شوې چې په فلسطیني کارکوونکو بندېز دې لرې کړی شي.
نوګوچي وویل په غزه کې بیا رغونې دپاره د سرمایه کارۍ اجازت بنیادي اهمیت لري. هغې زیاته کړه چې د بیا رغونې هلې ځلې به نه یوازې تباه شوي سرمایه بحال کړي بلکې د کار روزګار موقعې به هم پېدا کړي. هغې غوښتنه وکړه چې هغه بندیزونه چې د اقتصاي ترقۍ مخه يې نیولي دي دا دې لرې کړی شي.
د یو اېن ډي پي د رپورټ لیکوالان په دې خبره متفق دي په غزه کې په لویه شمېره د خلکو د وژل کېدو په سبب به هم د سیمې د بحالۍ کار یوه مشکله معامله وي. د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې جنګ دأاسه قریباً۴۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي او تر ۱۰۰۰۰۰ پورې نور کسان زخمیان شوي دي.
په غزه کې جنګ اسرایل د حماس د حملې په جواب کې د وسله والې ډلې خلاف شروع کړی دی. د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
جنګ دلاسه په غزه کې د بنیادي سهولتونو اډاڼې ته هم نقصان رسېدلی دی او ورلډ بېنک د اپرېل په میاشت کې په خپل رپورټ کې د دې نقصان اندازه اتلس اشاریه پينځه بېلین ډالر ولګوله.