په امریکا کې ښځې ووټرانې د کماله هېرس او سړي د ډانلډ ټرمپ په اړخ دي
په امريکا کې د صدارتي انتخاباتو په زغل کې د کامله هېرس او ډونلډ ټرمپ ترمينځ مقابله سخته ده خو څيړونکي وايي مېرمن هېرس په ښځو رايې ورکونکو کې د ټرمپ نه مخکې ده، څوک چې د سړو نه زيات ووټونه اچوي. د وي او ای خبرياله ډورا مېکوار وايي د مېرمن هېرس په راتلو سره په سياسي ګوندونو کې د ښځو او سړو ترمينځ تپاوت زيات شوی دی. د د غې رپوټ نور تفصيل بختور شاه وړاندې کوي.