جنرل عاصم منير: پوځ د فساديانو سره جنګيږي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "پوځ نن سبا د فساديانو سره جنګيږي، د فتنه الخوارج سره، دوی ګڼي چې جهاد کوي، خو دوی خارجي دي، د دين څخه وتلي، ځکه دوی د اسلام غلط تشريح کړی او هغه په اسلام کې جايز نه دی".

د پاکستان پوځ پرون په 16مه فرورۍ يوه ويډيو خپره کړې، چې پکې د پوځ مشر زده کوونکو ته وينا کوي.

جنرل عاصم منير ویلي، "پوځ د فتنه الخوارج جنګيږي". د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

جنرل عاصم منير ویلي، دوی "دې د رياست په وړاندې تسليم شي، دوی بیا د رياست څخه د رحم تمه لرلی شي".

د نوموړي په خبره، څو پورې چې قام او ځوانان د پوځ په شا ولاړ وي او پوځ د قربانۍ جذبه لري، پوځ نه شي غورځېدې، پوځيان د ملګرو په څېر جنګيږي.

د پاکستان د پوځ دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په ځانګړي ډول د پاکستان په دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ زياتره پېښې کيږي.

دوه ورځې وړاندې شمالي وزيرستان کې د وسله والو سره نښته کې د پاکستان د پوځ د يو افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي وو.

د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه، پاکستان کې د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 52 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي وو.

پيکس ويلي، د تېر په څېر تېره میاشت هم تر ټولو زيات وسله وال بريدونه او د تښتونو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.