فټ بال ورلډکپ : جرمني او برازيل کوارټر فائنل مېچونه گټلي

د جرمني ټيم چې له دې وړاندې درې ځله د فټ نړيوال کپ گټلی

برازيل کې روان د فټ بال نړيوال کپ په روانو سيالو کې د ټورنامنټ لومړی کوارټر فائنل مېچ د جرمني او فرانس ترمينځ شوی ، چې پکې جرمني فرانس ته په 1ـ 0 ماتې ورکړې ، او سيمي فائينل ته رسېدلی دی .

دوهم کوارټر فائينل بيا د کوربه برازيل او کولمبيا ترمينځ شوی ، او د برازيل لوبغاړو د کولمبيا په ضد په دوه گولونو کولو سره مېچ په خپل نوم کړی ، د کولمبيا ټيم په يو گول کولو کې کامياب شوی ؤ .

کوارټر فائنل کې د جرمني او برازيل بريالۍ شوې لوبډلې به د جولائۍ په اتمه نېټه يو بل ته سيمي فائنل کې مخامخ کيږي .

د جرمني ټيم چې له دې وړاندې درې ځله د فټ نړيوال کپ گټلی ، دا څلورم ځل دی چې د فټ بال نړيوال کپ په ټورنامنټ کې سيمي فائنل مېچ ته په رسېدو کې بريالی شوی دی .

بل لور ته برازيل د کال ۲۰۰۲م کې د فټ بال سيمي فائنل ته رسېدلی ؤ ، او د هغې وروستو بيا دغې مرحلې ته په رسېدو کې نه ؤ بريالی شوی .

که څه هم د برازيل لوبډلې په کوارټر فائنل مېچ کې د کولمبيا ټيم ته ماتې ورکړې ، خو په دغې لوبه کې د برازيل د لوبډلې د سر لوبغاړی ۲۲ کلن ٫٫ نيمار ٬٬ ژوبل شوی ، او ډاکټر يې د معائنې وروستو وئيلي ، هغه وس د دې جوگه نه دی پاتې چې په پاتې نور مېچونو کې ولوبيږي .

د فټ بال نړيوال کپ په مقابلو کې به نن د ارجنټائن او بيلجيئم ، هالينډ او کوسټاريکا لوبډلې په کوارټر فائنل سيالو کې يو بل ته مخامخ کيږي .