جرمنی کې د ګاډي برید څلور تنه وژلي

Germany/Muenster

د جرمني شمال غربي ښار میونسټر ځايي پولیسو ویلي یو نامعلومه تن د یو ګاډي په لار د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې په خلکو برید کړی چې له څلور تنه وژل شوي او تر دېرشو سېوا ژوبل شوي.

د دغه ښار د پولیسو لخوا په یو ټویټ کې ویل شوی ٫٫ په پېښه کې مرګ ژوبله اوختې.٬٬ پولیسو په دغه ټویټ کې خلکو ته خبرداری ورکړی د میونسټر ښار لوې مرکز یا سټي سنټر ته د تلو ډډه وکړي.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه د دغه ټرک ډراېور یا چلونکي خپل ځان وژلی خو پولیسو لا د دغې پخلی نه دی کړی. د ښار پولیسو لا تر دې دمه دا هم نه دي منلي چې دغه پېښه یو برید وو. که څه هم په جرمني اوفرانس کې وړاندې د دې نه دغه شان ترهګر بریدونه ترسره شوي.

د راېټرز خبري ادارې ترمخه په دغه پېښه کې تر ۳۰ پورې کسان ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د میونسټر ښار په زړه برخه کې ترسره شوې چرته چې د ۱۹مې پېړۍ تاریخي مجسمې هم ولاړې دي.

په جرمني، فرانس او یو شمیر نورو هیوادونو کې وړاندې هم د ګاډو په لار دغه شان بریدونو کې بې ګناه خلک وژل شوي.