ولسمشرغني: که معیاري روغتونونه ونه لرو، سلګونه میلین ډالر مو بهر لګېږي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني وایي، تر څو چې په خپل هېواد کې د خلکو د درملنې لپاره معیاري روغتونونه ونه لري د خلکو ژوند به یې له خطر سره مخامخ وي او د خلکو په ګډون د حکومت سلګونه میلینه ډالر به له هېواده بهر لګېږي.

ولسمشر غني د نهې-سه شنبې په ورځ ماسپښین په کابل کې د ډاکټرانو د نوم لیکنې د پرانیستنې په غونډه کې د ډاکټرانو طبي هڅې وستایلې او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې خپلې روغتیایي چارې معیاري کړي. ولسمشر غني وویل:

"د روغتونونو د بدلون، د درملنې د سیسټم د معیاري کولو او د ډاکټرانو د سویې د تثبیت په برخه کې هر اخیستل شوی ګام په حقیقت کې د میلیونونو انسانانو ژغورل دي".

ولسمشر اشرف غني په غونډه کې وویل، یو معیاري روغتون له غیر معیاري روغتون سره زیات تفاوت لري. ده وویل اړتیا ده چې د درملنې لپاره له هېواده بهر د خلکو سفرونه پای ته و رسوو او خلک په خپل هېواد کې د هر ډول درملنې اسانتیا ولري.

په غونډه کې د افغانستان د طبي شورا مشرې ډاکټرې نسرین اوریاخېل د طب او غاښونو د ډاکټرانو د نوم لیکنې د الیکټرونیکي سیسټم په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د روغتیا په برخه کې د لوړ کیفیت خدمتونه او د ناروغانو ژغورنه د روغتیا د څانګې مهمه اجنډا ده:

"د ډاکټرانو ثبتول او د هغوی د کړنو قانوني کول له لومړنیو ګامونو څخه ګڼل کېږي او د ډاکټرانو ثبت موږ ته دا اسانتیاوې برابروي چې د ډاکټرانو د شمېر، تعلیم او تجربو په اړه معلومات تر لاسه کړو او دا نوم لیکنه په ملي او نړیواله کچه د هغوی اعتبار زیاتوي".

د یورپي ټولنې د ټولنیزې ودې د برخې مشر ګېبریل اوکتاویان لېونتي په غونډه کې د خبرو په مهال وویل، چې د ډاکټرانو آنلاین ثبتول د یوپي ټولنې اوږدمهاله مرستې ښیي او دا ټولنه له ۲۰۰۱م کال راهیسې په بېلابېلو خصوصاً روغتیایي برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

"د هند له طبي شورا سره مو د افغانستان د طبي شورا د لیدنو لړۍ برابره کړې، چې دوی خپلې تجربې سره شریکې کړي. یورپي ټولنه د نرسانو او ښځینه روغتیاپالو [قابلو] د ظرفیت لوړولو لپاره د افغانستان د پروګرامونو ملاتړ کوي".

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې په سلګونو سرکاري او شخصي روغتونونه دي، خو بیا هم هره ورځ په زرګونو افغانان د تورخم او چمن له لارې د درملنې لپاره پاکستان ته سفر کوي.