د هنر نړۍ ته د کورنۍ پټه راغلې ووم: غزال عنایت

Your browser doesn’t support HTML5

غزال عنایت د افغانستان هغه پیغله هنرمنده ده چې په ډیر لږ وخت کې یې په خپل خوږ غږ او خوندور انداز د خپلې موسیقۍ ډیر مینه وال پیدا کړي.

په کېنېډا کې میشت غزال عنایت په کابل کې زیږیدلې او خپل د ماشوم والي ژوند يې هم په کابل کې تیر کړی. د وي او ای ډیوه پښتانه ستوري پروګرام کې د خپل ژوند په اړه وايي چې پلار يې د لغمان او مور يې د کندهار ده. د کورنۍ په خاصه توګه د پلار نه پټه مې موسیقي شورو کړه.

غزال عنایت وايي په پښتواو دري کې سندرې ویلي او وايي د هندي او اردو ژبو د سندرغاړو سندرې هم زمزمه کومه. او غواړم چې په دغه دواړه ژبو کې هم سندرې اوایم.

په پښتنه ټولنه کې د هنرمندانو د ستونزو په خاصه توګه د میرمنو هنرمندانو په اړه وايي ٫٫ ډیری ستونزې دي، تر څو چې د کورنۍ د غړو مرسته نه وي ګرانه ده چې یوه پيغله مخکې تږ وکړي.

د غزال عنایت د وي او ای ډیوه سره دغه خبرې په لاندینۍ ویډیو کې کتلی شئ. د پښتانه ستوري کوربه وکیل خان دی.

Your browser doesn’t support HTML5

غزال عنایت د پښتانه ستوري میلمنه