گیلاني: خپله چوکۍ به نه پریږدم

  • صداقت جان

نوازشریف

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وئیلي د سپریم کورټ د طرفه د عدالت د سپکاوي په تور د سزا کیدو ورستو د خپلې چوکۍ د پریښودو اراده نه لري او نه سپریم کورټ د یو منتخب استازي د نااهله کولو اختیار لري.

اسلام آباد کې خبریالانو د خبرو اترو په مهال وزیراعظم گیلاني وویل هغه د عدالت د پاره مکمل احترام لري او د هغه خلاف د سپکاوۍ په مقدمه کې دوه وارې هغه سپریم کورټ ته حاضر شوی دی.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ایسو سې ایټډ پریس د رپورټ ترمخه، ښاغلې گیلاني وویل عدالتونه د منتخب وولسي استازي د نااهله کولو اختیار نه لري او هغه د خپلې وظیفې ترسره کولو په لړ کې مکمله استثنا لري.

وزیراعظم وویل د هغه خلاف د سپریم کورټ د مکملې فیصلې د راتلو ورستو به اپیل داخلوي.

ښاغلې گیلاني وویل که چرې عدالت د هغه اپیل رد کړو نو خپله قزيه به پارلیمان ته وړاندې کوي او بیا دا د پارلیما ښوښه ده چې هغه د خپلې چوکۍ نه لري کوي او که نه؟

بل خوا د اختلاف گوند پاکستان مسلم لیگ نون مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف په وزیراعظم گیلاني د چوکۍ نه د ښکته کیدو غږ کړی دی.

یو خبري کانفرنس ته وینا کې نواز شریف وویل د سپریم کورټ د فیصلې ورستو وزیراعظم گیلاني نااهله گرځیدلی دی او باید چې د چوکۍ نه ښکته شي او که چرې داسې نه کوي نو د هغه خلاف به تحریک چلول کیږي.

د زیارت په ورځ سپریم کورټ ښاغلی گیلاني د عدالت د سپکاوي په الزام مجرم گرځولی وو او هغه ته يي د شا او خوا د یو منټ د قید سزا اورولې وه. عدالت وزیراعظم په دې سزا کړی دی چې هغه د سوټزرلینډ چارواکو ته د صدر اصف علي زرداري خلاف د بډو رشوتونو کیسونه د بیا پرانستلو د پاره لیک نه د لیږلو نه انکار کړی وو.

د حکومت دریز دی چې د صدر خلاف د کیسونه د قامي جوړ جاړي قانون این ار او د لاندې ختم شوې دي. این ار او د پخواني صدر پرویز مشرف په وخت کې پرځائې کړی شوی وو.