په بحیره روم کې ډوبې شوې کشتۍ کې دلادرکه پاکستاني ځوانانو کورنۍ د کوم عذابه تیریږي؟
تېره هفته د اټلې ساحل ته نزدې په بحيره روم کې د ډوبې شوې کشتۍ د غم خبر پاکستان هم لړځولی. په دغه خونړۍ پېښه کې نزدې ۳۰۰ کډوال د پاکستان دي. د دغو مسافرو مور پلار او خپل خپلوان د هغوي د ژوند په هيله دي. د وي او ای خبرياله ساره زمان په پنجاب کې د دغې پېښې د ځپل شوو کورنو سره ليدل کتل کړي چې تفصيل يې بختور شاه وړاندې کوي.