پاکستان دې د ترهگرۍ په ضد د "کاروباري جگړې تگ لارې" نه لاس واخلي: گلالۍ

Gulalai Ismail

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې بشرپالې گلالۍ اسماعيل په واشنگټن کې ويلي دي د پاکستان پوځ د ترهگرۍ په ضد د جگړې نه کاروبار جوړ کړی دی. هغې په دغه تگ لاره کې د بدلون غوښتنه کړې.

د امرېکې په سرښار واشنگټن او خواوشا ریاستونو کې فعال د کيڼ پالو فکر لرونکو یو تنظيم پاکستان پروگریسیو الاینس(پي پي ای) ېوې غونډې ته په وینا کې گلالۍ تور ولگوو چې د پاکستان پوځ د ترهگرۍ خلاف د جگړې په نوم کاروبار کوي.

هغې اوویل د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې ترهگر نه بلکې د ټولنې روڼ فکره مشران وژل شوي دي:

"په دې جنگ کې د ټولنې مخوریز له منځه وړل شوي دي"

د پاکستان پوځ د گلالۍ تورونو ته نیغ ځواب خو نه دی ویلی خو د پوځ ویاند اکثره په مطبوعاتي غونډو کې وايي ځیني خلق غرضیان دي او پاکستان بدناموي.

د پوځ ترمخه د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې پوځ سترې قربانۍ ورکړي دي او په قبایلي سیمو او سوات کې یې ترهگرو ته ماتې ورکړې ده.

د گلالۍ ترمخه په قبایلي سیمو او سوات کې د سیمې د مشرانو په ځای مذهبي سخت دریځه مخې ته کړل شول.

هغې پوښتنه وکړه چې د پاکستان پوځ تر اوسه داسې معلومات ښکاره کړي چې گني کوم ترهگر یې وژلې هم وي؟

گلالۍ اسماعيل په پوځ د خلقو د بې درکه کولو تور هم پورې کړو، هغې اوویل تر 8000 پورې خلق بې درکه کړی شوي دي.

په غونډې کې د پاکستان پروگریسو الاینس مشرې ډاکټر غزاله په یو قرارداد کې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې په زوره د کسانو بې درکه کول ودروي. په زوره د مذهب دبدلولو لاره دې ونیسي او د اظهار په اذادۍ دې پابندۍ ختمې کړي.

د پاکستان پروگریسیو تنظيم یو غړي مشتاق راجپر د گلالۍ په درناوي کې غونډې ته اوویل چې گلالۍ په پاکستان کې د ډېرو ستونزو سره مخ شوې وه ، دهغه په خیال دا غونډه د هغې سره د خواخوږۍ لپاره وه، هغه اوویل:

"مونږ ستا جدوجهد سم منو او درسره ولاړ یو"

په 33 کلنه گلالۍ اسماعیل باندې په پاکستان کې د ریاستي ادارو په ضد د پاروونکو ویناگانو په تور مقدمه درج شوې وه. گلالۍ امنیتي ادارو دوه ځله نیولې او ورڅخه یې پلټنې هم کړې وې.

گلالۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې بې درکه وه. گلالۍ وايي په پاکستان کې د امنيتي ادارو نه ژوند ته د ور پېښو خطرونو له امله یې ځان پټ ساتلی وو.

د څو میاشتو پورې دبې درکۍ ورستو گلالۍ د سپټمبر په میاشت کې د امرېکې په نیو یارک ښار کې ښکاره شوه. وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت هغې دا ښکاره نه کړه چې څنگه د هیواد نه په پټه په وتلو کې بریالۍ شوه.

گلالۍ فکر کوي د هیواد نه د وتلو سره د هغې ستونزې لا ختمې نه دي. هغې د یو تپوس په ځواب کې اوویل په پاکستان کې یې مور او پلارلا اوس هم د ادارو غړي بلا جوازه عزابوي.

هغې اوویل په اسلام اباد کې د شپې په وخت پټ مخونه کسان یې کورته د ورننوتلو کوښښ کوي:

داسې ښکاري چې پلار مې وژني یا یې اغوا کوي"

د گلالۍ اسماعیل په پلار پروفیسر محمد اسماعیل او مور هم باندې هم په تېره جولای میاشت کې د پښتونخوا پولیسو مقدمه جوړه کړې وه. په دوي تور وو چې د بینکونو اکاونټونو ته یې له هندوستان څخه پیسې ورځي چې وایي دوی یې د ترهگرۍ له ودې لپاره کاروي.

پروفیسر اسماعيل په ځان لگیدلي تورنه رد کړي او وايي که د چا سره ثبوت وي نو دې سزا تیرولو ته تیار دی.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیاتو نه د په سوات کې په کال 2007 کې د پاکستان پوځ د راهِ حق په نوم د طالب وسله والو په ضد وړومبي عملیات شورو کړي وو.

د امنيتي سرچينو د شمېرو ترمخه په سوات کې د طالب وسله والو پرضد عملياتو کې د 500 سوه نه زیات پوځیان او د 200 نه زيات د پوليس غړي وژل شوي وو.د امنيتي چارواکو په وېنا په پوځي عملياتو کې د 6000 نه زيات تندلاري وسله وال وژل شوي وو.