امنیتي سرچینې وایي په کوز جنوبي وزیرستان کې په شکۍ پولیس تاڼه وسله والو د شپې تیاره کې ډله ییزه برید کړی چې پکې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې څخه یو پولیس چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي د اتوار په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې ګڼ شمیر وسله والو په شکۍ پولیس تاڼه د سپکو اؤ درنو وسلو سره برید کړی.
هغه وویل په دې برید کې د صادق په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ ځېنې نور پولیس ژوبل شوي هم دي خو د ژوبل پولیسو کره شمیره یې روښانه نه کړه.
دغه پولیس سرچینې ډيوه ته وویل چې پولیسو هم د ترهګرو برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په هغوي یې ځوابي ډزې کړي چې په نتیجه کې یې وسله وال پشا تګ ته مجبوره شوي دي.
سرچینې وایي چې د برید په مهال د شپې تر ناوخته سیمه کې د ډزو اوازونه اوریدل کېدل اؤ د پولیسو مرستې ته نور ځواکونه هم ور استول شوي وؤ.
سرچینو ډیوه ته ویلي چې تر دې پېښې درې ورځې د مخه هم وسله والو په شکئ پولیس تاڼه برید کړی ؤ .
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو په نزدې وختونو کې څومره بریدونه شوي د هغې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان صوبه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې چې پکې په لسګونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ پوځ وسله والو ته هم د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې دي.
په جنوبي وزیرستان کې د رامنځته شوې تر دې تازه پېښې یوه ورځ وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په دوو ضلعو شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ خونړۍ نښتې شوې وې، چې پکې د یو افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي وؤ.
امینتي ځواکونو په دې نښتو کې د وسله والو د ډیره اسماعیل خان سیمې د کمانډر په ګډون د ۱۳ وسلوالو طالبانو د وژلو دعوه هم کړې وه.