حماس او اسرایل نن نور بندیان او یرغمالیان خوشي کوي

اسرایل اؤ د فلسطین وسله واله ډله حماس نن د شنبې یا خالي په ورځ د اوربند د تړون په اساس د بندیانو اؤ یرغمالیانو تبادله کوي.

ټاکل شوې ده حماس به درې یرغمالیان خوشې کوي چې په بدل کې به یې اسرایل له خپلو زندانونو ۹۰ بندیان خوشې کړي.

غزې کې د ۱۵ میاشتو له خونړۍ جګړې وروسته د ۱۹مې جنورۍ راهسې اوربند پځای دی چې هغې کې پړاؤ په پړاو دواړه خواوې د بندیانو اؤ یرغمالیانو تبادله کوي.

ټاکل شوې ده چې نن د خالي یا شنبې په ورځ به اسرایل له خپلو زندانونو ۹۰ فلسطیني بندیان اؤ حماس به درې نور یرغمالیان خوشې کړي.

د اې ایف پي خبري شبکې له مخې حماس اؤ اسلامي جهاد ډلو تر اوسه د سوؤنو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ۱۵ یرغمالیان د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلې دي.

د اسرایلي یرغمالیانو لپاره مهم چلوونکې ډلې "هوسټجز اینډ مسنګ فیمیلیز فورم" نن د خوشې کېدونکو هغو یرغمالیانو نومونه اعلان کړي دي چې حماس په اکتوبر ۲۰۲۳م کې د اسرایل په جنوبي سیمو د برید په مهال د ځان سره غزې ته تښتولي وؤ.

په خوشې کیدونکو کې یاردن بیباس، کیت سیګل(چې امریکایي تابعیت هم لري) اؤ اوفر کالدیرون(چې د فرانسې تابعیت هم لري) شامل دي.

د اسرایلي وزیراعظم نین یاهو دفتر تصدیق کړې ده چې د خوشې کېدونکو درېوؤ یرغمالیانو نومونه ورته رسېدلي دي.

د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو لپاره په هلو ځلو بوختې ډلې "فلسطینن پریزنرکلب" هم د خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو تصدیق کړی چې په دې نهه کسان هغه هم شامل دي چې د عمري بند سزاګانې تېروي.

د اسرایل او حماس جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې له ناڅاپي برید سره پیل شوه چې پکې وسلوالو 1,200 کسان ووژل او 250 نور یې یرغمل کړل.

د اې ایف پي د رپورټ له مخې د یرغمالیانو د جملې څخه اوس اؤ ۷۹ کسان په غزې کې موجود دي اؤ د اسرایل پوځ فکر کوي چې په دوي کې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، په غزه کې د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 47,000 ډېر کسان وژل شوي دي، چې وایي نیمایي پکې ښځې او ماشومان دي خو د ملکي وګړو او جنګیالیو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.

اسرایل دعوه لري چې د جګړې په مهال یې ۱۵ زره وسله وال وژلي دي خو اسرایل په دې اړوند هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی .

په غزه کې د حماس د وسلوالو خلاف د اسرایل د څه باندې پینځلس میاشتو عملياتو له کبله د سیمې د څه باندې دوه میلینه ابادۍ ډېره برخه خلک هم بې ځایه شوي او د دې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې ده

(ددې رپورټ معلومات د اې ایف پي اؤ رایټرو څخه اخستل شوي)