حماس وايي اسرایل سره د ډزبندۍ پابندي کوي او د لوظ سره سم به یرغمالان ازادوي

تېره میاشت د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ د شروع کېدو راهسې حماس ۲۱ یرغمالان او اسرایل د ۷۳۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي

په داسې حال کې چې اسرایل او حماس په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي، جنګ د بیا شروع کولو دړکې يې کړي مرکچیان کوښښونه کوي چې اور بند بحال وساتل شي او حماس ویلي د لوظ سره سم به نور یرغمالان ازادوي.

د حماس ترجمان عبدالطیف وویل نه غواړي چې د ډزبندۍ معاهده ماته شي او دا یقیني کول غواړي چې ډزي بندي عملي شي او اسرایل يې هم په مکمله توګه پابندي وکړي.

عبدالطیف وویل اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د دړکو او د ویرولو ژبه استعمال کړې او د ډز بندۍ په عملي کېدو کې مرسته نه کوي.

حماس د دې هفتې په شروع کې په اسرایل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزام لګولی و چې په غزه کې بمباري او د غزه محاصره يې دوامداره ساتلې ده. هغه وویل د یرغمالانو ازادو ځنډول کېدی شی.

نېټن یاهو وویل که چېرې د خالي، شنبې، په ورځ نور یرغمالان ازاد نه کړی شول نو جګړه بیا شروع کېدلی شي. ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل قیامت په شروع شي که یرغمالان ازاد نه کړی شول.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل د دفاع وزیر اېزرایل کېټز ډ ټرمپ خبرداری تکرار کړو.

کېټز وویل که حماس د یرغمالانو ازادي ودروي نو ډزبندي به ختمه او جنګ به شروع شي. هغه وویل دا ځل به جنګ شدید وي او د غزه په اړه د ټرمپ تصور به په حقیقت کې هم بدل کړي. ټرمپ وايي د غزه فلسطینیان دې بل ځای ته منتقل کړی شي او په غزه کې به ترقیاتي کارونه وکړي.

ټرمپ په خپل تجویز کې غوښتنه کړې چې مصر او اردن دې نورو فلسطینیانو ته ځای ورکړي خو دواړو ملکونو دا خبره رد کړې ده.

تېره میاشت د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ د شروع کېدو راهسې حماس ۲۱ یرغمالان او اسرایل د ۷۳۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

ټاکل شوي چې د خالي، شنبې، په ورځ به حماس درې یرغمالان او اسرایل به په سلګونو فلسطینیان ازادوي.
د اسرایل او د حماس جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی و. په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت ترمخه جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۸۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

یادونه: د دې خبر ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي