حماس درې نور اسرایلي یرغمل او اسرایل په لسګونو فلسطیني بندیان خوشي کړل

د فلسطیني وسله والې ډلې حماس له لوري د دریوؤ نورو یرغمالیانو له خوشې کولو وروسته اسرایل د اوربند د تړون له مخې 183 فلسطیني بندیان له زندانونو خوشي کړي دي.

د خبري شبکې رایټرز له مخې، حماس منلې ده چې په خوشې کړل شوؤ 183 فلسطیني بندیانو کې 150 غزې ته رسېدلي دي اؤ 32 نور د لویدیځې غاړې په رملا ښار کې له بسه ښکته شوي چې هلته یې راټولو شوؤ خلکو هرکلی کړی دی.

حماس ویلي چې د خوشې شوؤ بندیانو څخه به یو مصر ته جلا وطن کولی شي.

د رایټرز له مخې، د اسرایل په زندان کې د عمري بند سزا تېروونکې علي ابرغوتي وویل، "زه خوښي محسوسوم ، حالانکې موږ د درد اؤ مشکلاتو نه ډکې ورځې تېرې کړې".

کله چې هغه وویل، د عمري بند سزا یې ختمه شوه اؤ قبضه به هم یوه ورځ ختمه شي، نو چاپېره ترې ولاړو کسانو د "الله اکبر "نعرې ووهلې.

د خالي- شنبې په ورځ ددغو فلسطیني بندیانو تر خوشي کېدو څو ساعته مخې د جنوبي اؤ شمالي غزې د دوؤ بیلابیلو سیمو نه درې اسرایلي یرغمالیان کیتهـ سیګل، اوفر کلډرون اؤ یارډن بیبس هم پرېښودل شوي وؤ.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي چې له هیواده د باندې علاج ته اړتیا لرونکو 50 فلسطینیانو ته به د مصر سره د اوښتو په پرانستل شوې لار (رفع کراسنګ) د غزې پرېښودو اجازه ورکول کیږي.

تر دې وړاندې په 30مه جنورۍ د حماس اؤ اسرایل تر منځ د بندیانو د تبادلې دریم پړاؤ ترسره شوی ؤ چې پکې د دوؤ ښځو په ګډون د دریوؤ اسرایلیانو اؤ پینځوؤ تهاي وګړو په بدله کې اسرایل له ځنډ وروسته 110 فلسطینیان خوشې کړي وؤ.

د اسرایل او حماس جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې له ناڅاپي برید سره پیل شوه چې پکې وسلوالو 1,200 کسان ووژل او 250 نور یې یرغمل کړل.

د اې ایف پي د رپورټ له مخې د یرغمالیانو د جملې څخه اوس اؤ ۷۹ کسان په غزې کې موجود دي اؤ د اسرایل پوځ فکر کوي چې په دوي کې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، په غزه کې د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 47,000 ډېر کسان وژل شوي دي، چې وایي نیمایي پکې ښځې او ماشومان دي خو د ملکي وګړو او جنګیالیو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.

اسرایل دعوه لري چې د جګړې په مهال یې ۱۵ زره وسله وال وژلي دي خو اسرایل په دې اړوند هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی .

په غزه کې د حماس د وسلوالو خلاف د اسرایل د څه باندې پینځلس میاشتو عملياتو له کبله د سیمې د څه باندې دوه میلینه ابادۍ ډېره برخه خلک هم بې ځایه شوي او د دې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې ده

(ددې رپورټ معلومات د اې ایف پي اؤ رایټرو څخه اخستل شوي)