حماس به شپږ نور اسرایلي یرغمالان ازادوي، د ډلې یو مشر وايي

د نهې، سه شنبې، د ورځې په دې تصویر کې د تل ابیب ښار يه یو دیوال د اسرایلي یرغمالانو تصویران لګول شوي دي

د فلسطیني وسله والې ډلې حماس یو مشر ویلي تنظیم به د خالي، شنبې، په ورځ شپږ نور اسرایلي یرغمالان ازادوي او د څلورو یرغمالانو جسدونه به د زیارت، پنجشبې، په ورځ اسرایل ته ورکوي.

خلیل الحیه دغه غېر متوقعې اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو رېکارډ شوي بیان کې وکړو. داسې ښکاري چې حماس دا اعلان پس له دې وکړو چې اسرایل غزه ته د تعمیراتي شیانو او د تیارو کورونو د لېږدول کېدو اجازت ورکړو.

د اسرایل او د حماس ترمنځ د ډزبندۍ په وړمبۍ مرحله کې حماس ۲۴ اسرایلي یرغمالان او د اسرایل د قېدا نه د ۱۰۰۰ نه زیات فلسطینیان ازاد کړي دي.

ویل کېږي چې د ۷۰ نه زیات ژوندي یرغمالان د حماس په ولکه کې دي.

فریقېنو د ډزبندۍ په دویمه مرحله لا مذاکرات نه دي شروع کړي. په دویم پړاو کې حماس وايي باقي پاتې یرغمالان به د جنګ په مکمله توګه د خاتمې او د غزه نه د اسرایلي ځواکونو د مکملې انخلا وروسته ازادوي.

بلخوا اسرایل هم د امریکې په ملاتړ د دې غوښتنې نه دی په شا شوی چې په غزه کې به وسله وال ختموي او د غزه په انتظام چلولو کې به حماس څه کردار نه لري.

د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرایل د ډز بندۍ د دویمې مرحلې په تفصیلاتو خبرو اترو ته تیار دی. د معاهدې ترمخه، پکار ده چې دغه مذاکرات دوه هفتې مخکې شروع شوی وی.

یو اسرایلي چارواکي وویل په چټکتیا د یرغمالانو د ازادۍ په غرض وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو غزه ته د تعمیراتي الاتو او د تیارو کورونو د لېږدول کېدو اجازت ورکړی دی.

حماس غزه ته د تیارو کورونو په انتقال کې د ځنډ په سر دړکه کړې وه چې د یرغمالانو ازادول په ودروي. حماس په اسرایل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزام هم لګولی و.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د فلسطیني وسله والې ډلې حماس د حملې په نتیجه کې په غزه کې جنګ شروع شوی و. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي