حماس وسلوالې ډلې د جمعې په ورځ وویل، په غزه کې "ډزبندۍ ته چمتو ده" او د امریکې له منتخب صدر ډانلډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې پر اسرایل باندې فشار راوړي.
د اسرایل حکومت او د امریکې منتخب ولسمشر تر اوسه د حماس ډلې وړاندیز ته څه جواب نه دی ویلی، خو اسرایل مخکې په وار وار ویلي، تر هغو به یې په غزه کې جګړه روانه وي چې حماس ډله یې په بشپړه توګه ځپلې نه وي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم وایي، که دوی ته د ډزبندۍ وړاندیز وشي نو حماس په غزه کې ډزبندۍ ته چمتو دی، خو وایي دا وړاندیز په دې شرط مني چې اسرایل هم ورته درناوی ولري:
"موږ د امریکې پر انتظامیې او ټرمپ غږ کوو د اسرایل پر حکومت باندې دې فشار واچوي چې تېری پای ته ورسوي."
په قطر کې مېشت د حماس د سیاسي دفتر غړی نعیم وایي، حماس منځګړو ته خبر ورکړی دوی د هر هغه ورته وړاندې شوي وړاندیز پلویان دي چې په غزه کې د بشپړې ډزبندۍ او د اسرایلي پوځیانو د وتلو سبب شي:
"بې ځایه شویو خلکو ته اجازه ورکړي چې بیرته راستانه شي، یوه سنجیده معامله چې بندیان تبادله شي، د بشري مرستو ننوتلو او بیارغونې ته اجازه ورکړي".
دا هماغه غوښتنې دي چې حماس د جګړې له پیل راهیسې د ډزبندۍ د خبرو اترو په پرله پسې پړاوونو کې کړې دي.
د امریکا د صدارتي ټاکنو د کمپېن په مهال د ریپبلکن ګوند نوماند ډانالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د امن د ټینګښت او د اسرایل د واک د پیاوړتیا ژمنه کړې وه.
قطر د نومبر پر نهمه ویلي وو، د غزې د ډزبندۍ او د یرغمل شویو بندیانو د خوشي کېدو په معامله کې د بنیادي منځګړي په توګه خپل رول تر هغه ځنډوي چې حماس او اسرایل په خبرو کې "ریښتینې لېوالتیا" نه وي څرګنده کړې.
قطر د امریکې په غوښتنه په 2012م کال کې لومړی ځل د حماس مشرانو ته د سیاسي خبرو اترو لپاره دفتر ورکړ او د دې ډلې مشر خالد مشعل له شام څخه قطر ته لاړ. د حماس مخکینی مشر اسماعیل هنیه له 2016م کال راهیسې په دوحه کې مېشت وو چې روان کال په ایران کې و وژل شو.
قطر له امریکې او مصر سره یو ځای د تېر کال د اکتوبر پر اوومه په اسرایل باندې د فلسطیني ډلې د برید له امله د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو په خاطر په میاشتو میاشتو اوږدې سفارتکارۍ کې ښکېل دی.
د اسرایل د رسمي شمېرو مخې، پر اسرایل د حماس په برید کې شاوخوا 1,200 کسان وژل شوي وو چې وایي اکثر یې ملکي وګړي وو او 240 نور یې ژوندي یرغمل کړي وو چې وایي په هغوی کې څه باندې سل اوس هم د حمااس په ولکه کې دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د حماس خلاف د اسرایل په غچ اخیستونکو عملیاتو کې تر اوسه په غزه کې 43,764 کسان وژل شوي، چې وایي زیات یې ولسي وګړي خصوصاً ښځې او ماشومان دي، خو د حماس د وژل وسلوالو شمېر یې جلا نه دی ښوولی.
د وژل شویو په شمېر کې په تېرو 24 ساعتونو کې 28 وژل شوي هم شامل دي. د وزارت په وینا، غزې کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه 103,490 کسان ټپیان شوي هم دي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.