افغان صدر حامد کرزي ویلي دي د ناټو په یو راکټي برید کې د سویلي افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په گډون 52 کسان وژل شوي دي.
ښاغلي کرزي د گل په ورځ وویل د افغان حکومت استخباراتي چاروکو پلټنو نه معلومه شوې ده چې د هلمند ولایت په سنگېن ولایت کې د ناټو ځواکونو یو راکټ په یو کور لېږدلې دی.
افغان چارواکی وایی ملکي خلکو د ناټو ځواکونو او طالب جنگیالو تر منځ د روانې جگړې نه ځان خوندي کولو لپاره په یو کور دننه پناه اخستې وه.
د ناټو ویاند کرنل وین شنک منلې ده چې درې ورځې وړاندې په دغه سېمه کې د ناټو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه ، خو ویلي دي لومړۍ رپوټونو نه دا خبره نه د معلومه شوې کوم ملکي خلک په دغه نښته کې وژل شوي دی یا هم کوم راکټ د خپل هدف نه خطا شوې دی.
افغانستان کې بهرني ځواکونو لخوا په عملیاتو کې ملکي خلکو وژنه صدر حامد کرزی او د هغه غربي ایتلافیانو تر منځ د اختلاف وجه دي.