د خېبرپښتونخوا صوبې په هنگو ضلع کې د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنه کې شپږ ماشومان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .
د هنگو ضلعې د توع سرائې پوليس اسټېشن مشر انسپکټر عابد خان په وينا نن د زيارت په ورځ په د کاهي په علاقه کې زرگري روډ باندې يوه بمي چاؤدنه وشوه ، او چې څنگه د نزدې کلي دورړۍ خلک او ماشومان د چاؤدنې په ځايې راجمع شو ، نو بله چاؤدنه وشوه .
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې انسپکټر عابد خان ووئيل ، د چاؤدنې له امله شپږ ماشومان چې عمرونه يې د ۱۰ نه تر ۱۶ کالونو پورې دي وژل شوي دي ، او درې نور ژوبل شوي هم دي .
د راپورونو ترمخه پېښه کې مړي او ژوبل کسان د هنگو ضلعي روغتون ته وړل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د کاهي علاقه چرته چې نن بمي چاؤدنه شوې ، د قبائيلي علاقې اورکزو ايجنسۍ څنگ ته پرته ده .
د چارواکو په وينا د بم ناکاره کوؤنکي سکوارډ غړو د پېښې په ځايې تفتېش شورو کړی ، او د چاؤدنې علت مالوموي .
يو چارواکي وئيلي داسې مالوميږي چې خپل کوره جوړ کړی شوی بم په دغه ځايې يوه ډبه کې اېښودی شوی ، چې وزن يې نزدې لس کلوگرامه دی ، هغه په ريموټ کنټرول ډزول شوی دی .