هنگو : د گرنېډ په چاؤدنه کې د يو کور شپږ ماشومان مړه شوي

د هنگو ضلعې بابرمېله چې د ماشومانو مړه کېدو پېښه پکې رامنځته شوې ، اورکزو ايجنسۍ ته نزدې پرته سيمه ده .

د خيبرپښتونخوا سويلي سيمې هنگو ضلع کې د يو کور مخې ته د گرنېډ چاؤدو له امله د يو کور شپږ ماشومان مړه شوي دي . د پوليس چارواکو په وينا د مړه شوؤ ماشومانو عمرونه د څلورو او لسو کالونو په مينځ کې دي .
د خيبرپښتونخوا سويلي سيمې هنگو ضلع کې د يو کور مخې ته د گرنېډ چاؤدو له امله د يو کور شپږ ماشومان مړه شوي دي . د پوليس چارواکو په وينا د مړه شوؤ ماشومانو عمرونه د څلورو او لسو کالونو په مينځ کې دي .
د اتوار په ورځ هنگو ضلع کې د چاؤدنې له امله د شپږو ماشومانو د مړه کېدو د پېښې په اړه د هنگو ضلعي پوليس افسر(ډي پي او) افتخار احمد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ، دغه پېښه مازيگر د هنگو په بابرمېله سيمه کې رامخې ته شوې ده .
د ډي پي اوهنگو په وينا د زرگل نومې کس د کور مخې ته د هغه د کور ماشومانو ته گرنېډ په لاس ورغلی ، ماشومانو په گرنېډ لوبې کولې او په دغه مهال پرې چاؤدلی دی .
افتخاراحمد زياته کړه پېښه کې د زرگل درې زامن او درې نمسې چې يوه ماشومه پکې شامله ده ، مړه شوي دي . او د ټولو ماشومانو عمرونه د څلورو نه تر لسو کالو په مينځ کې دي ، هغه وويل ماشومه ژوبله شوې وه خو روغتون ته په لارې ژوند د لاسه ورکړی دی .
نوموړي وويل زرگل د اورکزۍ ايجنسۍ کډوال دی او درې مياشتې وړاندې بابر مېلې ته راغلی اوپه دغه ځايې اباد دی .
پوليس افسر وايې داسې کوم مالومات ورته نه دي ترلاسه شوي چې د دغه کورنۍ د کومې ترهگرې ډلې سره اړيکې دي ، يا يې د کور مخې ته چا گرنېډ ويشتی دی . ولې پوليس بيا هم د دغه پېښې پلټنې کوي .

د هنگو ضلعې بابرمېله چې د ماشومانو مړه کېدو پېښه پکې رامنځته شوې ، اورکزو ايجنسۍ ته نزدې پرته سيمه ده .