مصر، اردن او عراق د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه د اسرایل "جارحیت" ودرول په سیمه کې د خطرناک تاوتریخوالي د مخنیوي دپاره ضروري ګام دی.
د دریو واړو ملکونو د خارجه وزیرانو د ملاقات وروسته یو مشترکه بیان په لبنان کې د اسرایل د اقداماتو غندنه وکړه او ويې وېل اسرایل سيمه په مکمل جنګ کې ټېله کول غواړي.
خارجه وزیرانو د ملګرو ملتونو په سېکیورټي کاونسل او په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې جنګ د ختمولو دپاره دې ګامونه پورته کړي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې یوه ورځ وروسته حزب الله هم د اسرایل خلاف خپل کېمپېن شروع کړو. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې تراوسه پورې په کې د غزه د صحت وزارت ترمخه د ۴۱۴۹۵ فلسطینیان وژل شوي او د ۹۶۰۰۰ نه زیات نور زخمیان شوي دي. که څه هم د وژل شویو کسانو د شمېر نه دا نه څرګندېږي چې څومره په کې وسله وال وو خو اسرایل وايي په غزه کې يې په زرګونو وسله وال وژلي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ امدادي کارکوونکو د هغه څلورو کسانو مړي وموندل چې په مرکزي غزه کې د کډوالو د یو کېمپ سره نږدې د اسرایل په حملو کې وژل شوي وو.
حماس د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل توقعو لري چې په غزه کې جنک بندۍ دپاره به ملګري ملتونو په سمدستي ډول حرکت وکړي.
حماس د ملګرو ملتونو مشراېنټونیو ګوټېرېس په مخاطب کولو خپل بیان کې وویل غوښتنه کوي چې په غزه کې جنګ او د اسرایل "جارحیت" ودرولو دپاره دې سمدستي ګام واخیستل شي.
حماس دا هم وویل چې د ډز بندۍ دپاره په نوو خبرو کې به شرکت نه کوي. د ډلې په خبره نوي مذاکرات اسرایل ته موقع په لاس ورکوي چې جنګ دوامداره وساتي.
ایران د حزب الله او د حماس مرسته کوي او دواړه ډلې امریکې او نورو ملکونو ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
ګوټېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې د پرانیستل کېدو په موقع په غزه کې صورتحال نه ختمېدونکی بوږنونکی خوب وبللو چې ټوله سیمه د ځان سره نغښتلی شي.
هغه وویل د لبنان، د اسرایل او د دنیا ولس دا نه شي برداشت کولی چې لبنان نه بله غزه جوړه شي.