افغان چارواکي وایي د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دبمي چاؤدنې او ډزو له امله لږ ترلږه اته اولسي وگړي وژل شوي دي.
دهلمند دوالي وياند داؤد احمدي وئيلي دي دهلمند په مرجه اولسوالۍ کې دافغان ځواکونو او طالب جنگيالو ترمينځ نښته وروستو له هغې وشوه چې يو شمير وسله والو دامنيتي ځواکونو په گزمه بريد وکړو.
هغه وويل په دغه مهال افغاني ځواکونو هم دتندلارو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو په زد کې دراتللو له امله څلور اولسي وگړي ووژل شول.
احمدي وويل دا مهال ددغه پيښې پلټنه کيږي چې اولسي خلک څنگه وژل شوي دي.
هغه وويل په نښته کې افغاني ځواکونو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
داؤد احمدي وويل دچارشنبې په غرمه دهلمند په نوزاد اولسوالۍ کې نور څلور اولسي وگړي هاغه مهال وژل شوي کله چې دهغوي گاډى دسړک دغاړې په يو مائن وروختلو.
په افغانستان کې دجگړو په مهال دعامو خلکو وژنه يوه حساسه معامله ده او دافغانستان صدر حامد کرزي وخت په وخت دبهرنيو ځواکونو څخه دعامو خلکو دوژنې څخه دځان په ډډې ساتلو غوښتنه کړې ده.
دفرورۍ په مياشت کې دهلمند په مرجه سيمه کې ناټو ځواکونو دطالب جنگيالو په ضد عمليات هم ترسره کړي او په دغو عملياتو کې يې تندلارو ته ځاني زيانونه هم اړولي وؤ.
بل لوري ته دزابل دوالي وياند محمد جان رسول يار خبريالانو ته وئيلي دي دزيارت په شپه افغاني او بين المللي ځواکونو د زابل دمرکز قلات دډورۍ مانده په سيمه کې گډ عمليات ترسره کړي دي.
نوموړي په دغو عملياتو کې د5ؤ طالبانو دوژنې خبر ورکړو او وې ويل په عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
هلمند : عملياتو او بمي چاؤدنه کې اته اولسي وگړي وژل شوي دي
هلمند : عملياتو او بمي چاؤدنه کې اته اولسي وگړي وژل شوي دي
افغان چارواکي وایي د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دبمي چاؤدنې او ډزو له امله لږ ترلږه اته اولسي وگړي وژل شوي دي.