حزب الله ډلې اسرایل ته 250 راکټونه او نور میزایل ور ویشتلي دي

حزب الله وسلوالې ډلې د یکشنبې- اتوار په ورځ اسرایل ته شاوخوا 250 راکټونه او نور میزایل ور ویشتلي دي. دا بریدونه یې تر دې یوه ورځ مخکې په بیروت کې د اسرایل د هغه برید په ځواب کې کړي چې لږ تر لږه 29 کسان پکې ووژل شول.

د حزب الله ځینې راکټونه د اسرایل تل ابیب سیمې ته رسېدلي او اووه تنه یې ټپیان کړي دي. د اسرایل پوځ وایي په بریدونو کې ځینې کورونه هم زیانمن شوي دي.

دا برید د حزب الله له هغو لویو بریدونو څخه دی چې یو کال مخکې یې د حماس په ملاتړ په اسرایل بریدونه پیل کړي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د شنبې- خالي په ورځ په بیروت کې د اسرایل په برید کې 29 کسان وژل شوي او تر 65 ډېر ټپیان شوي دي.

د اسرایل پوځي چارواکو ویلي دا برید د حزب الله د یوه اعلی پوځي کمانډر محمد حیدر د وژلو په هڅه کې شوی، خو نیویارک ټایمز د یوې اسرایلي سرچینې له قوله ویلي چې دا برید ناکامه وو.

د اسرایل او حزب الله د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډزبندۍ ته په رسېدو باندې خبرې اترې روانې دي، په دې اړه حزب الله او د لبنان حکومت د امریکې له وړاندیز سره اتفاق کړی دی.

خو د یورپي اتحاد د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل ویلي، د جګړې د درولو هیلې کمې دي. بوریل د یکشنبې- اتوار په ماښام د لبنان له چارواکو سره تر لیدو یوه ورځ وروسته خبریالانو ته وویل:

"زه ډاډه نه یم چې داسې به وشي. زه په ښکاره ډول د ډزبندۍ لپاره یو تړون ته د رسېدو په برخه کې د اسرایل د حکومت دلچسپي نه وینم".

اسرایل د روان کال د ستمبر له 23مې راهیسې په لبنان باندې هوایي بریدونه کول او وروسته یې مځکني ځواکونه هم ور ولېږل. اسرایل د حزب الله خلاف ځکه عملیات پیل کړل چې دې ډلې د حماس په ملاتړ پر اسرایل د بریدونو لړۍ پیل کړه.

د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشر بوریل د لبنان د پارلمان له سپیکر نبي بیري سره له کتنې وروسته وویل، "موږ مخ په وړاندې یواځې یوه ممکنه لاره وینو: سمدستي ډزبندي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 1701 قرارداد بشپړ عملي کېدل".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه قرارداد د حزب الله او اسرایل تر منځ د 2006م کال جګړه ختمه کړه او پکې ویل شوي د لبنان پوځیان او د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي باید د دې هیواد په جنوب کې د حزب الله تر ولکه لاندې سیمو کې یواځیني وسلوال ځواکونه وي.

ښاغلي بوریل د یکشنبې - اتوار په ورځ وویل، "په ستمبر کې زه راغلم او هیله من وم چې موږ به پر لبنان باندې د اسرایل د بشپړ برید مخه ونیسو، خو دوه میاشتې وروسته لبنان د پرځېدو په حال کې دی".

بوریل وویل یورپي اتحاد د لبنان د پوځ لپاره د 200 میلینه یورو چمتو کولو ته تیاره ده چې له اسرایل سره پر پوله لوی شمېر پوځیان پرځای کړي او وایي دا کار د ډزبندۍ په خبرو کې یو مهم ټکی دی.

یادونه: د رپوټ ځینې معلومات اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.