هيلري کلنټن وائي دافغان حکومت او طالبانو تماسونه فقط پيل دى

هيلري کلنټن وائي دافغان حکومت او طالبانو تماسونه فقط پيل دى

د امريکې دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وئيلي دي دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ يواځې رابطې پيل شوي دي او اوس لا دا په ډاگه نۀ ده چې دغه تماسونه به گټور ثابت شي که نه؟
دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او ددفاع وزير رابرټ گيټس تيره ورځ په افغان شخړه په برسلز کې ديوې بندې کوټې دننه په غونډه کې د خپلو ناټو ملگرو سره خبرې اترې کړي دي.
دنيټو په مرکزي دفتر برسلز کې دغه خبرې اترې دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ د تماسونوپه بابله دخپرو شوؤ راپورونو وروستو شوي دي.
مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ميرمن کلنټن وويل دا چې اوس يواځې دامن دټينگښت په بابله خبرې پيل شوي دي او مخې ته به زيات خنډان راولاړيږي ځکه نو دروغې جوړې د زړۀ پورې نتيجو په هکله اوس څه نۀ شي وئيل کيدى.
هغې وويل افغانان چې څه کوي مونږ يې ملاتړ کوؤ، مونږ ته دهغوي مقصدونه معلوم دي او هغوي ته هم معلومه ده چې مونږ ولې دخبرو ملاتړ ته اماده شوي وؤ.
ميرمن کلنټن وويل ديو کال راهسې مونږ ددغو هڅو ملاتړ کوؤ او په دې لړ کې دوخت ټاکنه او پاک نيت هرڅه دي.
امريکائي چارواکو ديوې مودې راهسې دا دريځ خپل کړى دى چې دهاغو طالبانو سره دې خبرې اترې وشي چې داړي گړي څخه لاس اخلي ، دالقاعده ملاتړ پريښودو ته راضي وي او دافغانستان داساسي قانون درناوى کوي.
هيلري کلنټن او گيټس دا خبره هم وکړه چې دټيټې کچې طالبان دبيلا بيلوترغيباتو له لارې دجگړو څخه لاس پسر کيدلو ته رضا کړل شوي او په ملي ځاندره کې اودرول شوي دي .
ددفاع وزير رابرټ گيټس وويل ددې باوجود هم دروغې جوړې دهڅو ارزښت پخپل ځايې موجود دى.
نوموړي زياته کړه کۀ گټې يې لنډمهاله وي او که اوږدمهاله خو بيا هم دموقعې څخه گټه اخستل پکار دي.
هغه وويل که وضعيت هر شان وي خو کومه موقع ترلاسه کيږي نو بايد ضائع نۀ کړل شي.
دنيټو عمومي سکتر جنرال راسموسن هم ددغه عمل ملاتړ کړى دىخو هغه وائي ددې لپاره ضروري ده چې عسکري فشار پځايې وساتل شي.
دراسموسن په وينا دافغانستان په هر ځايې کې په طالبانو فشار دى او دهغه په فکر دزيات څخه زيات پوځي فشار به دجوړجاړي په حق کې ښۀ وي.