هيلري : د اسرائيل او فلسطين د ستونزې هواري لپاره به امريکائي هڅې روانې وي

هيلري : د اسرائيل او فلسطين د ستونزې هواري لپاره به امريکائي هڅې روانې وي

د امريکې دبهرنيوچارو وزير دجمعې په ورځ داسرائيل او فلسطين په ستونزه دخفگان څرگندونه کړې او په دواړو خواؤ يې غږ کړى چې بايد خپل اختلافونه يو طرفته کړي.
هغې وويل دامن په خاطر دواړو خواؤ سختې فيصلې نۀ دي کړي.
په واشنگټن کې دميلمستيا په مهال خپلوخبرو کې هيلري کلنټن په ډاگه کړې چې هغه باور کوي اسرائيل او فلسطين به دخپلې اوږدمهاله شخړې هوارولو مسؤل وي.
هغې وويل مونږپه دې پوهه شوي وؤچې دبدقسمتۍ نه ددواړو خواؤ نه يوه ډله هم ضروري گامونو اخستو ته تياره نۀ ده.
هغې وويل دمخکې تللو سره به دواړو ډلو ته دامن لپاره سختې فيصلې کول وي.
فلسطينيانو ته به داسرائيليانو دقانوني انديښنو ستائينه کول وي او اسرائيلي دې دفلسطينيانو جائز علاقائي مقصدونه ومني.
هيلري کلنټن وويل امريکا به داسرائيل او فلسطين دستونزې دغوڅ حل راوستلو لپاره خپلې هڅې نۀ پريږدي.
خارجه وزيرې وويل دمذاکراتو له لارې ديو فلسطيني رياست قيام ممکن دى.
هغې وويل مونږ به دستونزې دهواري لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتو، کۀ په يوه لاره کې خنډان راولاړيږي نو مونږ به په بله لاره ځو، مونږ به مايوسه کيږو نۀ او نۀ هم دسيمې خلکو ته دغسې کول پکار دي.
هغې وويل امريکا به په راتلونکې اوونۍ کې دځانگړي استازي جارج مچل په مشرۍ کې دبالواسطه خبرو اترودنوي دور پيل کوي.
هيلري کلنټن دفلسطين او او اسرائيل ترمينځ دمذاکراتو دنوي دور پيل کولو خبره په داسې حال کې کړې ده چې له دې وړاندې اسرائيل ديهودي کليوپه جوړولو دلگيدلو قدغنونو قائم ساتلو څخه انکار کړى ؤ او فلسطين وئيلي ؤ چې ديهوديانو دنوؤ کليو دجوړولوترڅنگ خبرې نۀ شي کيدلى.