حنارباني کهر: مومندايجنسۍ کې د نيټو بريد حادثاتي پيښه نه وه

مېرمن کهر کميټۍ ته د حال احوال تيرولو په مهال وويل ايډمرل مائيک مولن ته دليږل شوې ميمو په اړه خارجه دفتر کوم ريکارډ نۀ لري

د پاکستان دبهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر دخارجه چارو په اړه دسينيټ قائمه کميټۍ ته وئيلي دي مومندايجنسۍ کې دنيټو بريد حادثاتي پيښه نه وه.
په مومند ايجنسۍ کې د نيټو د هيلي کاپټرو لخوا دپاکستاني پوځيانو په سرحدي چوکو دترسره شوي بريد په اړه هغې وويل چې په سرحدي نقل وحرکت دپاکستان او ائتلافي ځواکونو ترمينځ ميکانيزم موجود دى خو دمومند ايجنسۍدبريد څخه وروسته دوي ته دغلته دنقل وحرکت په اړه وينا نۀ وه شوې.
نوموړې وويل چې د مومند ايجنسۍ پيښه يوه حادثاتي پيښه نۀ وه او په دغه اړه يواځې بخښنه غوښتل کافي نۀ دي.
حنا رباني کهر وويل چې دوي په سيمه کې سلامتي او ثبات غواړو خو دغه ثبات بايد دوي د خپلواکۍ په قيمت نۀ وي.
د سينيټ دخارجه چارو دقائمه کميټۍغونډه په اسلام اباد کې دسليم سيف الله په مشرۍ کې وشوه.
مېرمن کهر کميټۍ ته د حال احوال تيرولو په مهال وويل ايډمرل مائيک مولن ته دليږل شوې ميمو په اړه خارجه دفتر کوم ريکارډ نۀ لري.
جارجه چارو وزیرې د خارجه چارو په اړه دسينيټ قائمه کميټۍ ته وويل چې په ميموگيټ اسکينډل کې منصور اعجاز دپاکستان دپوځ او خفيه ادارې ائي ايس ائي په نخښه کولوهڅه کړې.
هغې وويل چې حسين حقاني څخه استعفي ځکه اخستل شوې تر څو دشکمن پيغام روڼ انده پلټنې وکړل شي.