هنگو،ډي ائي خان بريدونو کې د پوليس په گډون درې کسان وژل شوي

د قبائيلي علاقې اورکزو ايجنسۍ سره په پوله هنگو ضلع کې له دې وړاندې هم په پوليس بريدونه شوي چې پکې پوليس ته مرگ ژوبله هم اوختې ده .

د پاکستان خيبرپختونخوا صوبې په جنوبي سيمو هنگو او ډيره اسماعيل خان کې وسله والو په يوه تهاڼه او د يو پوليس افسر په کور بريدونه کړي ، چې پکې د يو پوليس په گډون درې کسان وژل شوي او درې نور پوليس ژوبل شوي دي .

د هنگو ضلعې د پوليس مشر انور سعيد کنډي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي چې نن د گل په ورځ سحر وسله والو چې پکې يو ځان مرگی هم شامل وو ، په ټل پوليس سټېشن بريد وکړو ، چې د پوليس په جوابي کاروائۍ کې وسله وال په شا تمبول شوي ، او ځان مرگي بريد کوؤنکې د تهاڼې مخې ته ځان الوزولی ، او بل په ژوبل حالت کې تښتېدلی دی .

انور سعيد کنډي پخلی کړی چې بريد کې يو پوليس ژوند د لاسه ورکړی او نور درې ژوبل شوي دي . د نوموړي په وينا د تښتېدلي ژوبل بريد کوؤنکي د لټون په موخه په علاقه کې عمليات روان دي .

د راپورونو ترمخه هنگو ضلع کې په پوليس تهاڼه د بريد پړه انصارالمجاهدين نومې وسله واله ډلې په غاړه اخيستې ده . د قبائيلي علاقې اورکزو ايجنسۍ سره په پوله هنگو ضلع کې له دې وړاندې هم په پوليس بريدونه شوي چې پکې پوليس ته مرگ ژوبله هم اوختې ده .

بل لور ته راپورونه وايي هم نن د ډيره اسماعيل خان په رودهـ کلي کې د د کلاچي تهاڼې د اېس اېچ او سېف الرحمان په کور نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې پکې د سېف الرحمان دوه وروڼه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی .

سرچينې وايې ۱۵ نامالومه والو د پوليس افسر په کور بريد کړی دی . او پوليس دغه بريد تېره ورځ په علاقه کې د ترهگرو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې د يو ترهگر د وژنې غبرگون گرځوي .

په داسې حال کې چې د تېرو درېو مياشتو راهسې د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات کوي ، او پوځ په دغو عملياتو کې تراوسه پورې نزدې د ۱۰۰۰ پورې ځايې او بهرنو وسله والو د وژنې ادعا کوي . د چارواکو لخوا د وړاندې نه وئيل شوي چې تندروه وسله وال د پوځي عملياتو په غبرگون کې په امنيتي ادارو بريدونه کولی شي .

تېره ورځ هم د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې د ملېشې په يوه قلعه د وسله والو لخوا د راکټو په بريد کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي وو .