د پاکستان د خيبرپښتونخوا وزيراعلی امير حيدر خان هوتي وئیلي دي چې په صوبه کې اوس نوگوایریاز یا هغه سېمې چې تگ ورته نشي کېدلې وجود نه لري.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړی مرکه کې وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي وويل چې د تېر وخت په شان چې د صوبې په ځېني برخو کې خلکو خپل حکومتونه او خپل سره باچایۍ جوړې کړي وې اوس داسې سېمې نشته دی.
د ترهگرۍ اوتندلارېتوب ماتولو لپاره د تگلارې په هکله وزیراعلی هوتي وویل نوې صوبائي تگلاره به عملي کوي .
هغه زیاته کړه په دغه تگلاره کې په مدرسو کې په اصلاحاتو زیات زور اچول شوې دی.
د پيښور په سنټرل جيل کې موجود د القاعده مشر اسامه بن لادن په وژنه کې امریکا سره په مرستو تورن ډاکټر شکیل افریدې کومې بلې صوبې ته منتقل کولو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې وزیراعلی هوتي وویل چې کوم پېچېده صورتحال نه بچ کېدو لپاره د دوي غوښتنه وه چې ډاکټر افریدې دې د هېواد کوم بل ځاې ته منتقل کړې شي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی امير حيدر خان هوتي سره د ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله مرکه تاسو هم اوریدې شۍ.
هوتی : صوبه کې خپل سره باچایي نشته
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړی مرکه کې وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي وويل چې د تېر وخت په شان چې د صوبې په ځېني برخو کې خلکو خپل حکومتونه او خپل سره باچایۍ جوړې کړي وې اوس داسې سېمې نشته دی