په یمن کې مېشت حوثي باغیانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل تل ابیب ښار په علاقه يې د بېلېسټېک مزایل حمله کړې ده چې په سبب يې د اسرایل په مرکزي سیمه کې د خطر سایرنونه وغږېدل خو څه جاني نقصان يې و نه شو.
د اسرایل پوځ وویل د حوثیانو مزایل يې د هېواد په فضايي حدودو کې د داخلېدو نه مخکې تباه کړو.
په تېرو دوو ورځو کې په اسرایل دا د حوثیانو د مزایل دویمه حمله وه. په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې حوثي وسله والو په اسرایل او د سور سمندر او د عدن په خلیج کې د سمندري جهازونو خلاف د مزایل حملې شروع کړي دي، وايي د حماس په حمایت کې يې کوی.
اسرایلي چارواکي وايي د ایران حمایت یافته حوثیانو خلاف به ګامونه پورته کوي او په وروستیو ورځو کې اسرایلي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو په هدفونو حملې هم کړي دي.
بلخوا، د اسرایلي پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلو تحقیقاتو موندنې شایع کړي چې وايي د اګست په میاشت کې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو د موجودګۍ په سبب په غېر ارادي توګه د حماس په ولکه کې شپږ یرغمالان وژل شوي دي.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
په وژل شویو یرغمالانو کې امریکايي اسرایلي تن هرش ګولډبرګ پالن هم شامل دی. د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال کړي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تر اوسه په کې ۴۵۳۰۰ فلسطينیان وژل شوي دي. وزارت وايي وژل شوي زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله والو هم وژل شوي دی.
اسرایلي پوځ په خپل رپورټ کې وویل که څه هم اسرایلي ځواکونو په سیمه کې په عملیاتو کې د احتیاط نه کار اخیستلو خو صورتحال د "ترهګرو" په فېصله اثر وکړو چې یرغمالان ووژني.
د رپورټ ترمخه، د یرغمالانو مړي د وژل کېدو نه د ۴۸ تر ۷۲ ګڼو پورې وروسته په یو سرنګ کې وموندل شوو.
اسرایلي پوځ وویل د غزه په جنوب کې په دغه علاقه کې يې عملیات ځکه کول چې د یرغمالانو د موجودګۍ امکان په کې کم او یا د منځنۍ درجې پورې و.
وېل کېږي چې قریباً ۱۰۰ یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې لږ تر لږه دریمه برخه کسان يې مړه شوي دي.
امریکې، برطانيي او يورپين یونین حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي