"په پاکستان کې په رڼا ورځ د انتخاباتو د نتيجو بدلولو هسې روانې دي"

په پاکستان کې د ٢٥مې جولای انتخابات د بې ساري نيوکو، ویرو او وسوسو سره کیدونکي دي، په هېواد کې د بشري حقونو کمیسون ایچ ار سي پي په انتخاباتو کې د ښکاره درغلیو په سر دسختو فکر مندیو اظهار کړی دی او وايي که یو خوا دا انتخابات په خپل وخت کیدل ډېر ضروري دي نو بلې خوا د دې انتخاباتو په جایزتوب بې کچه شکونه پیدا شوي دي. اداره وايي:

"په پاکستان کې په رڼا ورځ د انتخاباتو د نتيجو بدلولو هسې روانې دي"

د ایچ ار سي پي تر مخه دا حالات به په پاکستان کې جمهوریت ته انتهايي بدې اغیزې ورسوي. د ایچ ار سي پي د تازه خبر پاڼې تر مخه:

" د انتخاباتو په نتيجو په ډاگه، په جارحيت، او په بې شرمۍ سره اثرانداز کیدل لیدل کیږي چې د بشري حقونو کمیشن پرې بې حده فکرمنده دی"

د پاکستان د انتخاباتو کمیسون د هېواد د پوځ افسرانو ته په انتخاباتو کې د مجسټریټ اختیارات سپارلي دي. په دې عمل کې به نزدې ٣٥٠٠٠٠ پوځیان د انتخاباتو د مرکزونو دننه او بهر زموارۍ سرته رسوي چې د ووټونو د نتيجو د بکسونو وړل راوړل هم پکې شامل دي.

ایچ ار سي پي پوځ ته په لا محدوده اختیاراتو ورکولو د سختو تحفظاتو څرگندونې کړي دي اداره وايي دا بې مثله او خطرناک اختیارات دي:

" دې کار د انتخاباتو په عمل کې د اولسي او غیر اولسي زموارو لیکه بيخي خړه کړه" ادارې غوښتنه کړې ده:

"په اولسي اختیاراتو کې پوځ دومره د وړې کچې په انتظاماتو کې شاملول نه دي پکار"

ددې انتخاباتو څخه د مخه نړیوالو ادارو هم د پاکستان په پوځ د مداخلت ټکونه کړي دي او وايي د هېواد مطبوعات ددې انتخاباتو په جانبدادرانه خبرونو ورکولو مجبوره کړې کېږي

د صحافت د ازادۍ د نړیوال تنظیم انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ ترمخه د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار اچوي او خپله مفکوره پرې ورتپي

ايي پي ايي وايي په پاکستان کې په مطبوعاتو فشار زیات شوی، خبریالان ویرول کیږي او دا هر څه په داسې مهال کېږي چې په هېواد کې د جولایي د میاشت په ٢٥ مه نېټه د پارلیمنټ انتخابات کېدونکي دي.

په پاکستان کې ځيني څېړونکي هم په پوځ ټکونه کوي او وايي چې اداره په ښکاره د مسلم لیگ نون گوند مخالفت او د عمران خان د تحریک انصاف گوند ملاتړ کوي.

د پوځ په کردار د سیوا شوؤ ټکونو وروستو دپوځ ویاند سپیناوی کړی چې پوځ د هیڅ یوې ډلې سره سیاسي تړون نه لري اؤ یوازینۍ وظیفه یې روڼ انده ټاکنوکې دټولټاکنو کمیسون سره مرسته کول دي.

د پوځ ویاند تېره اونۍ یوې خبري غوندې ته وویل داسې تورونه لگول کیږي چې گنې پوځ عمران خان وزیراعظم راوستل غواړي خو دا تورونه بې ځایه دي ، اولس چې چاته رایې ورکړې هم هغه به وزیراعظم وی.

د انتخاباتو نه وړاندې د هېواد دسترو سیاسي گوندونو مشرانو هم په انتخاباتو کې د جانبدارۍ تورونه لگولي دي.

د پیپلز گوند مشر بلاول بټو زرداري تېره ورځ په خېبر پښتونخوا صوبه او بلوچستان کې د خپل انتخابي کمپئن دځنډ په وخت تور لگولې وو چې هغه ته د خپلو جلسو د محدودو ساتلو ویل شوي دي، ښاغلي بټو وویل:

"دا د انتخاباتو نه وړاندې ټگي توري ده او دې سره به د انتخاباتو نتيجې لانجمنه شي"

بلې لوري ته په پاکستان کې د انتخاباتو څخه د مخه یو ځل بیا په ځیني مخصوصو گوندونو د ځان مرگي بريدونو لړۍ شورو شوې ده.

دا اونۍ په بلوچستان مستونگ کې د بلوچستان عوامي گوند په جلسه کې د ترهگرو په حمله کې نزدې ١٥٠، په بنو کې د جمعیت علما اسلام په جلسه کې ٥ او په پېښور کې د عوامي نیشنل گوند په جلسه کې ٢٢ کسان په ځان مرگي بریدونو کې وژل شوي دي.

د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د پښتونخوا صوبې پخواني اعلا وزير او د جمعیت علما اسلامي گوند مهم مشر اکرم خان دراني وویل چې حملې یواځې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې روانې دي، هغه وویل سوچ وړی دی چې اخر داسې ولې کیږي

په تېرو پیځو کالو کې دښاغلي دراني گوند په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف د حکومت رقیب وو.

په ١١ مۍ کال ٢٠١٣ په پاکستان کې د انتخاباتو په مهال هم تر هگرو په کيڼ اړخو گوندونو باندې ډېرې حملې کولې. په دغه کال کې تر هگرو د عوامي نیشنل گوند، پیلپز گوند اوځيني نورو گوندونو مهمه مشران او په سوونو کارکونکي وژلي وو.

د کال ٢٠١٣ په انتخاباتو کې مسلم ليگ نون گوند په مرکز او تحريک انصاف گوند په خیبر پښتونخوا صوبه کې حکومتونه جوړ کړي وو.

د څیړونکو په خیال ښکاري په انتخاباتو کې ځيني گوندونو ته میدان خالي پروت دی ځکه چې موقتي حکومت ورته حفاظتي مامورین هم ورکړي دي، د ترهگرو لخوا ورته څوک گواښیدلي هم نه دي او نه پری پخوا کله ترهگرو حملې کړي.