د انسانی حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ ویلي په کال ۲۰۲۱ کې د بیا واکمنېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په لړ کې سنګین صورتحال جوړ کړی، افغانستان د دنیا د بدترینو اسناني بحرانونو څخه یو نه تېرېږي او افغانستان د دنیا یوازنی ملک دی چې جېنکۍ په کې د شپږم ټولګي نه پورته سکول ته نشي تللی.
اېچ ار ډبلیو د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه شایع شوي یو بیان کې وویل طالبانو د ښځو د حرکت د ازادۍ د حق خلاف ورزي هم کړې، ښځې يې د هر ډول کارروزګار د حق نه محرومه کړي، ښځو سره د جنس په بنیاد تشدد کېږي، ښځې لوبې نه شي کولی او نه هم پارکونو ته تللی شي.
د اېچ ار ډبلیو د بیان ترمخه، د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي خبرنګار رېچرډ بېنېټ د افغان مېرمنو صورتحال په منظمه ډول د تعصب، د امتیازي سلوک، انساني وقار دپاره د عدم احترام او ښځې او جینکۍ د ټولنیز ژوند نه د بهر ساتلو مثال بللی دی.
د اېچ ار ډبلیو د تازه بیان په اړه د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو طالبان په افغانستان کې د انسانی حقونو او په خصوصي توګه د ښځو د وضیعت په اړه تشویش ردوي او په دې لړ کې د خپلو تګلارو دفاع کوي. طالبان وايي مېرمنو د تعلیم او کار روزګار دپاره به اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.
د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمن شوي عبوري حکومت کې ښځې نمایندګي نه لري، په ښځو د کار روزګار، سفر او د تعلیم قدغنونه لګول شوي دي.
په کابل کې د ښځو د خپلو حقونو د دفاع دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي چې د انساني حقونو فعالان وايي طالبانو يې په ضد سخت ګامونه پورته کړي او احتجاجونو ختمولو دپاره يې د تشدد نه کار اخیستی دی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت لا نه دی منلی او په طالبانو غږ کوي چې د ښځو په اړه خپلې فېصلې دې بېرته واخلي.
د افغانستان دپاره د اېچ ار ډبلیو څېړنکاره فرشته عباسي وايي د طالبانو د جبر نه ډک واک دلاندې افغان مېرمنې او جینکۍ "بدترینو بوږنکونکو خوبون" کې ژوند تېروي. هغې غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې په دې لړ کې د طالب مشرانو احتساب وکړي.
اېچ ار ډبلیو په خپل بیان کې وویل د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ د میاشت راهسې ښځې حجاب په مناسب ډول د نه اغوستلو په الزام په حراست کې اخېستې دي او په ځینو ښځو د حراست په مهال تشدد هم شوی دی.
اېچ ار ډبلیو وویل په ښځو قدغنونه د زیاتولو ترڅنګ طالبانو د رای او مطبوعاتو په ازادۍ هم قدغنونه لګولي، احتجاج کوونکي، ناقدین او خبریالان يې نيولي او تشدد يې پې کړی دی.
اېچ ار ډبلیو په افغانستان کې په بشري صورتحال هم د تشویش اظهار وکړو او په خپل بیان کې يې وویل په افغانستان کې امدادي کارونه د پېسو کمي سره مخامخ دي، په زرګونو افغانستان د پاکستان څخه په زور ستانه کړی شوي دي او په زرګونو افغانان مغربي ملکونو ته د هجرت په انتظار ناست دي.