په سوات کې نن بیا د ترهګرۍ پرضد او د امن لپاره لوې لاریون شوی
د سوات په خوازه خېله کې نن د یو شمېر سیاسي ګوندونو لخوا د ترهګرۍ پرضد او د امن لپاره لوې لاریون شوی. د تیرو څو اونیو راهسې په سوات کې ځايي خلک د ترهګرۍ پرضد مظاهرې روانې دي او ځايي خلک وايي دوي به بیا په خپله سیمه کې ترهګرو ته اجازه ور نه کړي.