د بشري حقونو کونسل نه د ليبيا غړيتوب ځنډول شوى

د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دبشري حقونو دکونسل څخه دليبيا غړيتوب دځنډولو قرارداد منظور کړى دى.
دا لمړى ځل دى چې د دغه کونسل څخه دکوم غړي هيواد غړيتوب ځنډول شوى دى.
دنهې په ورځ په نيويارک کې وړاندې شوي قرارداد کې عمومي اسمبلۍ دصدر معمر قذافي او دهغه دحکومت لخوا ليبيا کې دبشري حقونو څخه په سرغړونې دافسوس څرگندونه وکړه او وې ويل په حالاتو بدليدو به دبشري حقونو کونسل دليبيا دغړيتوب دځنډول کيدو په فيصله نظرثاني کولى شي.
دعمومي اسمبلۍ صدر جوزف ډائس په دغه مهال غړو هيوادونو ته يادونه وکړه چې دبشري حقونو دسرلوړۍ څخه پرته نۀ خو امن راتلى شي او نۀ هم دبيارغونې کار کيدلى شي.
هغه وويل کۀ چرې ملگرو ملتونو په ليبيا کې په روان وضعيت کومه کارروائي نۀ کولى نو ددغه تنظيم وقار ته به زيان رسيدلى وى.
عمومي سکتر بانکي مون دليبيا دوضعيت په حقله وويل په ليبيا کې حالات نور هم خرابيدلى شي.
هغه په دې خبره دانديښنې څرگندونه وکړه چې دملگرو ملتونو ټوله عمله دوه ورځې وړاندې دليبيا څخه ويستل شوې ده او اوس به هغوي په کوم بل هيواد کې دکښيناستلو په ترڅ کې دامداد کارونه منظم کوي.
دقرارداد دمنظوريدو وروستو خپل بيان کې وينزويلا په دې دخپلو تحفظاتو څرگندولو په مهال وويل دغه گام په تندۍ کې اخستل شوى او ددې نه وړاندې دنړيوال پلټنيز کميشن راپور ته انتظار کول پکار وؤ.
له دې وړاندې په 25مه فرورۍ دبشري حقونو کونسل په متفقه توگه دليبيا په ضد يو قرارداد منظور کړى ؤ چې پکې دليبيا دحکومت څخه غوښتنه شوې وه چې په هيواد کې نيول شوي بې گناه خلک خوشې کړي، په عامو خلکو بريدونه بندکړي او خپل او نورو هيوادونو کې دموجودو ليبيائي وگړو حفاظت باوري کړي.