د ترهګرۍ ځپلو خلکو د یاد نړیواله ورځ - د پښتونخوا اولس لا هم د ترهګرۍ ښکار دي
نن د ملګرو ملتونو لخوا په ګرده نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوو کسانو د یاد ورځ لمانځل کیږي. د دې ورځې مقصد ترهګرۍ ځپلو خلکو یادونه ده. د خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو اولس هم د تېرو دوو لسیزو راهسې ترهګرۍ ځپلي او لا هم د ترهګر بریدونو سره مخ دي. په ترهګر پېښو کې اغیزمنې کورنۍ د کومو ستونزو او کړاونو نه تیریږي؟ سعدیه قاسم شاه او هاشم علي د یوې کورنۍ کیسه وړاندې کوي.