د بشري حقونو څارونکي په پاکستان کې د احمديانو په وژنه اندېښمن دي

د احمدي ټولنې فعالان وايي د هدفي وژنو ترڅنګ د دوی په مقبرو او عبادتخانو هم حملې کېږي

د اېمنسټي انټرنېشنل نومې د انساني حقونو نړيوالې ادارى د ايشيا لپاره مسول عمر وړاٸچ په پاکستان کې د احمدیانو د وژنو په اړه ويلي دا ښاي پاکستان کي د احمدي اقليت د خطر سره مخ دي خو د تيرو حکومتونو په شان ناست حکومت هم د وژل شویو واحمديانو د قاتلانو په نيولو کى غرضي نه ښکاري.

د قانون پوهانو نړیوالې ادارې انټرنيشنل کميشن اف جيوريسټ د قانوني او سياسي څانګي مشر پاکستان باندى د ملګرو ملتونو د پريکړو په ضد احمدي اقلييت د خپل بشري حقونو نه محرومه ساتلو تور لګولى دی.

هيومن رايټس واچ د پاکستان په مرکزي او صوباي حکومتونو باندى د احمديان سره توپيري چلن او سوشل ميډيا دا لارى د دوی په ضد دکرکې مواد د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونو پورته کوولو ټينګار کړيدی.

دري نړيوال تنظيمونو د پاکستان د حکومت څخه د احمدي لږکيو د وژنو د پپښو د پلټنو او د ککړو ملزمانو په ضد ګامونو باوري جوړولو غوښتنى هم کړيدي.

دى ته غبرګون کې د مذهبي يو والى لپاره د وزير اعظم عمران خان استاذي مولانا طاهر اشرفي دريځ خپل کړې بهرنۍ ادارى د پاکستان د لږکيو په معامله سم حقيقت نه وړاندى کوي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې طاهر اشرفي د احمديانو په ګډون ټول لږکيو د ژوند تحفظ او دوی ته ملکي دستور کې ورکړى شو ي حقونه باوري کولو پخلي کړيدی.

طاهر اشرفي په وورستیو کي پيښور کې د احمدي اقلييت وژلى شوى دري تنانو د قاتلانو د نيولو ادعا هم کړيده

خو ا حمدي جماعت وياند سليم الدين د طاهر اشرفي دعوى باندى بى باوري ښاي.

سليم الدين وي او ای ډيوه ته ووویل اصل پلټني خو د دى پکار دي چې احمديان باندى بريدونو کى ککړ ملزمانو ته د چا ملاتړ تر لاسه دى.

نوموړي زياته کړى که حکومت کوم کاروايي کړي وي نو د ويي ېې له تر اوسه باور کې نه دي اخستي

د بشري حقونو نړيوال ادارو د پاکستان د حکومت نه د مذهب په اساس توپيري قانونو د ختمولو غوښتنه تکرار کړې.

خو د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي ملکي قانون دفاع کوي او د سپرېم لخوا د دى دا غلط کارولو د مخنيوي لپاره د يو تګلارى جوړولو د سپارښتنى باوجود يو حکومت هم دى قانون ته بيا کتنې توان نه لري.