د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
په داسې حال کې چې په غزه او په لبنان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جګړې دوام لرلو، د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ یو رپورټ جاري کړو چې په کې په اسرایل د جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د جرمونو الزام لګول شوی دی.
د اېچ ار ډبلیو رپورټ وویل اسرایلي چارواکو په تکرار ملکي خلک بې ځایه او بل خای ته منتقل کړي دي او په زورد خلکو د منتقلۍ "جنګي جرم" کوي او دا ګامونه ښکاري چې د نسل وژنې د تشریح سره سمون خوري. رپورټ وویل فلسطینیان داسې ځایونو کې منتقلېږي چې بېرته د تګ جوګه به نه وي.
رپورټ وویل هیومن رایټس موندلي چې د خلکو په زور بې ځایه کول په پراخه کچه کېږي او ثبوت ښيي دا په منظمه ډول د ریاستي تګلارې برخه ده. دا ګامونه د انسانیت خلاف جرمونه دي.
اسرایلي پوځ او د خارجه وزارت په سمدستي ډول د رپورټ په اړه څه نه دي ویلي خو اسرایلي چارواکو مخکې ویلي د پوځ اقدامات يې د نړیوالو قوانینو سره سمون خوري.
که د پوځي وجوهاتو او د ملکي خلکو د تحفظ دپاره ضروري نه وي نو د مسلح جنګ قانون د مقبوضه علاقو نه د ملکي ابادۍ د منتقلۍ ممانعت کوي.
اسرایل ويلي د ملکي خلکو منتقلي عام شهریان د جنګ نه محفوظ ساتل او د عسکري مقاصد ترلاسه کول دي.
د اېچ ار ډبلیو د رپورټ ترڅنګ جاري شوي پرېس ریلیز یا خبر پاڼه کې د تنظیم تحقیق کوونکې نادیه هارډمېن وویل کله چې د تګ په لارو خلک وژل کېږي، په محفوظ ټاکل شویو ځایونو بمباري کېږي، خوراک، اوبه او د صفايي نظام بندول کېږي نو د اسرایل حکومت دا دعوه نه شي کولی چې فلسطینیان محفوظ ساتي.
هارډمېن وویل اسرایل په جار د خپلې دې ذمه وارۍ خلاف ورزي کړې ده چې د فلسطنیانو خپلو کورونو ته د ستنېدل یقیني کړي او په حقیقت کې په پراخه کچه ځایون کې هر څه تباه کړي دي.
هارډمېن دې خبرې ته پاملرنه وکړه چې اېچ ار ډبليو خپل رپورټ د سږ کال د اګست د میاشت پورې په غزه کې د بې کوره شویو فلسطینیانو سره د مرکو، د سېټلایټ تصویرانو او د عامو خبرونو په بنیاد تیار کړی دی.
بلخوا، د طبي امداد فلسطیني چارواکو وویل د غزه په شمال کې یو کور په اسرایلي بمبارۍ کې لګېدلی او د دریو ماشومانو په شمول په کې شپږ کسان ووژل شوو.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو کې اسرایل هوايي بمباري وکړه. د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، اسرایل په ځینو علاقو کې خلکو ته د کورونو نه د وتلو هدایات جاري کړي وو. دا علاقه حزب الله مرکز بلل کېږي.
د حملې نه مخکې د اسرایلي پوځ ترجمان په اېکس یو پېغام کې مقامي خلکو ته وویل چې دوی د حزب الله د سهولتونو او مفاداتو سره نږدې پراته دي چې په ضد به يې اسرایلي پوځ زر عملیات کوي. په پېغام کې په یوه نقشه د ممکنه هدف ځینې ودانۍ ښکاره کړی شوې وې.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسرایلي پوځ د پېغام رسانۍ په وېب پاټه ټېلېګرام وویل هوايي ځواک د لبنان په جنوب کې د هغه ۱۴۰ مرکزونه وويشتل چې راکټو د چلولو دپاره به يې استعمالول. اسرایلي پوځ دا هم وویل د حزب الله درې کمانډآرن يې هم ووژل.
اسرایلي پوځ وویل په تېره هفته کې يې د ۲۰۰ نه زیات د حزب الله وسله وال په فضايي او ځمکنيو حملو کې ووژل.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسرایلي پوځ وویل شپږ عسکر يې د لبنان سرحد سره نږدې په جګړه کې ووژل شوو. د سېپټمبر د ۳۰ نېټې راهسې چې اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف عملیات شروع کړي، ۴۷ اسرایلي عسکر وژل شوي دي چې په کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وژل شوي شپږ عسکر هم شامل دي.
په غزه کې جنګ تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نيولي وو.
وېل کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت ترمخه په سیمه کې تر اوسه د ۴۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې وېل کېږي اکثریت يې ښخې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې د حماس په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې د حزب الله او د اسرایلي ځواکونو ترمنځ هم جګړې شروع شوې وې. په لبنان کې د ۳۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حزب الله او حماس ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.