په افغانستان کې دې د جنگي جرمونو په اړه تحقیقات وشي او که نا؟ نړیوال عدالت به فیصله کوي

امریکا په افغانستان کې د جنگي جرمونو په لړ کې د تحقیقاتو سخت مخالفت کوي او ايي سي سي نه تسلیموي. افغانستان هم د دغه ډول گام مخالفت کوي او وايي په خپل سر د جنگي جرمونو په اړه پلټنې کوي

د جرمونو خلاف د نړیوال عدالت ججان به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ فیصله کوي چې ایا د دې خبرې تحقیقات دې وکړی شي چې د افغانستان په جنگ کې ښکېل ټول فریقین په جنگي جرمونو کې ککړ دي او که نا؟

تېر کال انټرنېشنل کرېمېنل کورټ دا خواست رد کړی و چې د عدالت وکیلان یا پراسېکیوټرز دې په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو او د طالب وسله والو چلند ته په ژوره توگه کتنه وکړي.

د ايي سي سي وکیلانو خواست کړی و چې عدالت دې دغه فیصله بېرته واخلي او په افغانستان د پلټنو اجازت ورکړی شي.

د ايي سي سي ججان وايي عدالت باید هغو کېسونو ته زیاته توجه ورکړي چې د مقدمو په کامیابۍ سر ته د رسولو امکان پکې ډیر وي.

امریکا په افغانستان کې د جنگي جرمونو په لړ کې د تحقیقاتو سخت مخالفت کوي او ايي سي سي نه تسلیموي.

افغانستان هم د دغه ډول گام مخالفت کوي او وايي په خپل سر د جنگي جرمونو په اړه پلټنې کوي.