د انصاف نړیوال عدالت د فلسطین په مقبوضه سیمو کې د اسرایل شته والی د قانون په ضد بللی دی اؤ د هغې د ختمولو وینا یې کړې ده.
د جمعې په ورځ خپله مشورتي رایه کې د انصاف نړیوال عدالت (آي سي جې) په لوېدیځه غاړه کې اسرایلي اباد کارۍ، د ختیځ یروشلم الحاق، د هغې په ځمکه مستقل کنټرول اؤ د فلسطینیانو په ضد توپیري قوانینو ته هم ګوته نیولې ده.
د انصاف د نړیوال عدالت په دې مشورتي رایه عملد درامد لازمي نه دی خو د نړیوال قانون اؤ د اسرایل د قبضې په اړه د واضحه دریځ له امله دا وزن لري اؤ په نړیواله کچه د اسریال ملاتړ هم کمزوری کولی شي.
د فلسطینې د صدر محمود عباس دفتر د عدالت دا پرېکړه "د انصاف فتحه "بللې ده.
خو د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو چا چې په مقبوضه لویدیځه غاړه کې د یهودي کلیو د یوې سترې پراختیا پخپله څارنه کړې ده، ویلي دي چې "یهودي خلک پخپله ،خپله ځمکه باندې قبضه کوونکي نه دي".
په فلسطیني سیمو د اسرایل د قبضې په اړه دا معامله پروسکال اکتوبر کې په اسرایل د حماس له برید وروسته د پیل شوې جګړې نه ډیر مخکې نړیوال عدالت ته وړل شوې وه.
د کال ۲۰۲۲م په وروستیو کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ختیځ یروشلم کې په فلسطیني سیمو د اسرایل "د پخوانۍ قبضې، اباد کارۍ اؤ الحاق "په څېر علمیاتو باندې د انصاف د نړیوالې محکمې نه رای غوښتې وه.
اسرایل د کال ۱۹۶۷م له جګړې وروسته د لویدیځې غاړې ، غزه اؤ ختیځ یروشلم په سیمو قبضه کړې وه اؤ تر هغې وروسته یې په لویدیځه غاړه هم اباد کاري پیل کړې وه .
دا هغه سیمې دي چې فلسطینیان یې د خپل ازاد ریاست برخه ګرځوي.
د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو سره د تعلق لرونکو ججانو ۱۵ کسیزې ډلې د جمعې په ورځ خپلې رای کې ویلي چې اسرایل مقبوضه سیمو کې د مستقل کنټرول په ترلاسه کولو ،د ابادیو په جوړولو لویدیځه غاړه اؤ ختیځ یروشلم کې د قابض قوت په توګه خپل اختیارات بې ځایه کارولي دي.
ججانو په اسرایل ټینګار کړی چې هغوي باید په سمدستي توګه د ابادیو جوړولو کار ودروي.
مشورتي رایه کې ویل شوي چې په مقبوضه فلسطیني سیمه کې د اسرایل موجودیت د قانون په ضد دی اؤ دې ته دوام ورکول "غیر قانوني" دي، څومره چې زر کیدای شي دا باید ختم کړل شي.
اسرایل د ملګرو ملتونو اؤ د انصاف په نړیواله محکمه د ځان خلاف د جانبدارانه رویې تورونه لګوي همدا لامل دی چې د فلسطیني سیمو په اړه د نړیوالې محکمې په یوه اورېدنه کې یې هم ګډون نه دی کړی.
پخپل یو لیکلي بیان کې اسرایل دریځ خپل کړی چې په دې معامله هره مشورتي رایه د اسرایل اؤ فلسطینیانو تر منځ د روانې شخړې د هواري هڅو ته زیان رسولی شي.
د انصاف د نړیوالې محکمې صدر نواف سلام د مشورتي رای اورولو په مهال ویلي "په لویدیځه غاړه اؤ ختیځ یروشلم کې د اسرایل له لوري د ابادکارانو منتقلي اؤ هغوي هلته برقراره ساتل د جینوا د څلورم کنونشن د ارټیکل ۴۹ سرغړونه ده".
عدالت په دې خبره هم ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده چې د اسرایل د اباد کارۍ د پالیسۍ لمنه پرله پسې غځيږي.
عدالت دا هم ویلي چې د قابض قوت په توګه چې اسرایل د مقبوضه سیمو د قدرتي وسیلو څخه کومه استفاده کوي دا هم د نړیوالو قوانینو سره همغږي نه لري.
د جمعې په ورځ د انصاف د نړیوالې محکمط دا مشورتي رایه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې په اسرایل د حماس له حملې وروسته د پېل شوې جګړې د نهو میاشتو نه زیاته موده وشوه اؤ لا هم دا جګړه دوامداره ده.
(د وي او ای اردو په ویب پاڼه خپور د دې رپورټ مواد د رایټرز اؤ ایسوسي ایټډ پریس نه اخستل شوي دي)