پاکستان کې تندروي، د امام کعبې سفر او د اسلامي ورورولۍ وینا

محمد اکرام

د پاکستان مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علماء اسلام ‎(ف) په یو داسې وخت کې په پیښور درې ورځنۍ غونډه کوي چې پاکستان په هیواد دننه د ترهګرۍ، مذهبې تندروۍ او فرقه ایزه نښتو سره مخ دی.

د خیبر پښتونخوا سرښار پیښور سره نزدې رابللې درې ورځنۍ غونډه کې د کعبې امام شېخ صالح الطالب او د سعودي عرب د مذهبي چارو وزیر شیخ صالح بن عبدالعزیز هم برخه اخلي.

پاکستان کې خلک سعودي عرب او بیا د مکې امام ته ډیر په درناوي ګوري او د هغوي خبرې د بل هر چا په نسبت زیاتې معتبرې ګنړي. د کعبې امام د جمعې په ورځ په خپله خطبه کې د اسلام په تعلیماتو او اسلامي ورورولۍ وینا کړې او د نورو مذهبي عالمانو په رنګ يې دا خبره تکرار کړې چې اسلام د امن او ورورولۍ دین دی.

پاکستان کې څیړنکاران واي دوي د کعبې امام نه طمع لرله چې نوموړی به د روان وخت راپیښو چیلنجونو او فرقه ییز تشدد مخ نیوي په سرهم خبري اوکړي چې پاکستان ورسره مخ دی او پکې په زرګونو خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی. خو امام کعبه په تندلاريتوب او مذهبي تشدد باندې د څه ویلو نه ډډه کړې.

څیړنکار خادم حسین وايي د کعبې امام یو غیر سیاسي تن دی او دا چې د نوموړي په یو سیاسي غونډه کې برخه اخستل دا ښکاره کوي چې سعودي عرب د پاکستان دننه د اتیایمې لسیزې په رنګ ځان لپاره ملګري ګوري.نوموړی وايي سعودي عرب په سټراټیجیکي توګه ایران په سیمه کې خپل رقیب ګنړي اوپه راتلونکې کې د جمعیت علماءاسلام په شان مذهبي ګوندونه د خپلو ګټو لپاه پکارولی شي.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه د حکومت په هغه فیصله هم سختې نیوکې کوي چې تر مخه يې پخواني پوځي مشر جنرال راحیل شریف ته د ۳۹ سني اسلامي ملکونو ایتلاف مشرۍ کولو اجازت ورکړی.

د پاکستان ګاونډي ایران د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوی د ۳۹ اسلامي هیوادونو دغه اتلاف په حقیقت کې د خپل ځان پر ضد ګنړي او ویلي دا به د اسلامي ملکونو یو والي ته زیان اورسوي.

د جمعیت علماءاسلام مرستیال مشر او د پاکستان د سېنټ مرستیال چېرمېن مولانا عبدلغفورحیدري یوه ورځ وړاندې په طالبانو غږ کړی وو چې تشدد دې پریږدي او ددوي د ګوند د چوکاټ نه دې د هیواد په سیاست کې برخه واخلي.

د پاکستاني طالبانو لاسونه د زرګونو ملکي خلکو په وینو سره دي چې د ملک په جمهوریت یقین نه لري. طالبان د ملک اوسنی نظام د مغرب یو پر ځای کړی نظام بلي او ددې په ځای د خپلې خوښې اسلامي شریعت راستل غواړي. جمعیت علما‌ء اسلام په ملک کې په سیاسي جمهوري نظام یقین لري او ددغه نظام لاندې په حکومتې ایتلاف کې شامل دي.