نړیوالې مالیاتي ادارې(آي ایم ایف) د پاکستان تحریک انصاف د باني عمران خان لخوا دغه ادارې ته د استول شوي لیک په ځواب کې ویلي چې آي ایم ایف د هېوادونو په کورنیو سیاسي معاملو تبصره نه کوي.
د آي ایم ایف ویاندې پخپل بیان کې ویلي چې نړیواله مالیاتي اداره د معاشي ثبات اؤ ودې لپاره د اییني چاپیریال ارزښت په نظر کې لري اؤ د ټولو انتخابي شخړو په پرامنه اؤ رڼه توګه د هوارولو حوصله افزایي کوي.
د آي ایم ایف بیان کې ویل شوي چې په 28مه فرورۍ یې (د تحریک انصاف لخوا ورلېږل شوی) لیک ترلاسه کړی خو آي ایم ایف په معاشي معاملو محدود مینډیټ لري اؤ په کورونیو سیاسي معاملو تبصره نه کوي.
ویاندې ویلي چې آي ایم ایف د پاکستان نوي حکومت سره د لنډې مودې د پور د دویمې ارزونې بشپړولو لپاره کار کولو ته پرعزم دی .
په بیان کې ویل شوي چې دغه نړیواله اداره د پاکستان د اقتصادي ستونزو دایمي هواری غواړي اؤ دې ته لیواله دی چې د ترقۍ ثمره باید تر هر پاکستان وګړي ورسیږي اؤ پاکستان کې د ټیکس امدن سیوا کړل شي.
بیان زیاتوي چې نړیواله مالیاتي اداره پاکستان کې د بې وزله طبقو تحفظ اؤ د توانایۍ په څانګه کې اصلاحات غواړي اؤ دې ته لیواله ده چې په دې هیواد کې باید سرمایه کارۍ پراختیا وموني اؤ روزګار پکې زیات شي.
ویاندې ویلي آي ایم ایف دا هدف لري چې پاکستان کې باید د سرکاري ادارو کارکردګي غوره اؤ پکې اصلاحات رامنځته شي.
په 28مه فرورۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند آي ایم ایف ته لیک استولی ؤ چې پکې پاکستان ته د پور ورکولو په مهال د ملک د سیاسي ثبات په نظر کې د نیولو غوښتنه شوې وه.
دغه لیک چې د پي ټي آي ویاند روف حسن د نړیوالې مالیاتي ادارې منیجنګ ډایریکټرې ته لیکلی ؤ، پکې ویل شوي وؤ چې د پي ټي آي د باني(عمران خان) په وینا اؤ د هغه له لوري آي ایم ایف ته لېږل کیږي.
لیک کې ویل شوي وؤ چې د پاکستاني ولس د مرستې نه برخمن یو منتخب حکومت د پورونو په اړه د خبرو اترو واک لري دا یو حقیقت دی چې کله یو داسې حکومت په ملک مسلط کړل شي چې د ولس حقیقي ملاتړ نه لري نو هغه د هیواد د چارو پرمخ د بوتللو هیڅ اخلاقي حیثیت نه لري اؤ د ټیکس په اړه هیڅ ګامونه نه شي اخستی.
خط کې ویل شوي وؤ چې په اتمه فرورۍ په شوؤ انتخاباتو د 50 اربه روپو لګښتونه شوی خو په دې انتخاباتو کې په پراخه کچه مداخله اؤ د رایو په شمېره اؤ حتمي نتیجو کې درغلۍ شوي.
لیک کې غوښتنه شوې وه چې آي ایم ایف دې پاکستان ته د مالي اسانۍ ورکولو نه وړاندې د ښې حکومتولۍ سره،سره نور شرطونه هم کښیږدي اؤ په دوؤ اوونیو کې دننه باید د قامي اؤ صوبایي اسمبیلو د 30 څوکیو اډټ یا کره کتنه باوري کړي .
د پاکستان د هغه وخت نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ اؤ اوسني منتخب وزیراعظم شهباز شریف د پي ټي آي لخوا آي ایف ته د خط لیږلو د اقدام غندنه کړې ده اؤ دا یې د هیواد اقتصاد سره دښمني ګرځولې ده خو پي ټي آي پخپل لیک کې واضحه کړې وه چې ددې لیک د لېږلو مقصد یې د پور مخه نیول نه دي.