حقاني رښتیا د باجوه په لمسون د عمران خان حکومت ختم کړو؟ او، واشنګټن له چا مرور دی؟

عمران خان د خپل حکومت د ختمیدلو په هکله د ګمانونو په بنسټ ولاړې د خپلې “تضادې سازشي بیانیې” په کلایمکس کې د جنرل باجوه سره حسېن حقاني د “شریک ولن” په توګه یاد کړی

په تېر یو کال کې عمران خان د خپل حکومت د ختمیدلو په هکله د ګمانونو په بنسټ ولاړې د خپلې "متضادې سازشي بیانیې" په کلایمکس کې د جنرل باجوه سره حسېن حقاني د “شریک ولن” په توګه یاد کړی. حقاني البته، پخوانی وزیراعظم په نفسیاتي ستونزه کې ښکېل سړی ګڼي__ په واشنګټن کې داسې خبرونه هم ګرم دي چې ښاغلي خان په لومړي سر کې د سازش په تهمت رسوا کړي واشنګټن د پُخلا کولو په مشن پسې پیشه ور ماهران نیولي.

عمران خان څو ورځې وړاندې خپلو پلویانو ته په یو ویډیو پیغام کې وویل چې د هغه د حکومت د ختمولو لپاره د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر جنرل باجوه په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني لمسولی ؤ.

پخواني سفیر او سکالر حسین حقاني وړمه ورځ وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، نه باجوه لمسولی ؤ، نه یې کوم سازش کړی او نه داسې کارونه د هغه پیشه ده، د ښاغلی حقاني په آند عمران خان په نفسیاتي ستونزه کې ښکیل دی:

"د پاکستان د قامي اسمبلۍ 174 غړیو عمران خان صیب د حکومت نه لرې کړو___ لیکن په نفسیاتي توگه د هغه لپاره دا قبولول گران دي چې هغه د ايني لارې لر کړی شوی دی”

د ښاغلي حقاني څخه ډیوه وپوښتل چې تاسو په امریکا کې په یو مهم منصب کار کړی دی، د امریکایانو سره د اړیکو پرته مو په پاکستان کې د عمران خان د سیاسي مخالفینو سره جوختې نظریاتي اړیکي دي کله چې د هغه حکومت جوړ شو تاسو ورته هایبریډ رژیم وویل، نو د عمران خان په تاسو د شک یو وجه خو شته دی؟

خو ښاغلی حقاني واي هایبریډ رژیم ورته یواځې د نه ویل:

"دغه یوه سیاسي تبصره وه، دغې ته سازش نشي ویل کیدلی، په دې کې د هغه د اقتدار نه د لر کیدلو څه لاس کیدی شي؟"

تېر کال په عمران خان د هغه مخالفو ګوندونو بې باوري ثابته کړه او په پارلیمان کې یې د هغه د حکومت د ختمولو لپاره رای ورکړې.

په دغو ورځو کې عمران خان خپلو پلویانو ته ویل چې دده خلاف امریکه سازش کړی، بیا چې جنرل باجوه له خپل منصبه کوز شو نو عمران خان په هغه تور پورې کړو او وس وايي دا کار د حقاني په لاس شوی.

ایا واشنګټن د چا په خواهش یا لمسه په کوم هیواد کې حکومت ختمولی شي؟ حقاني وايي، نا:

"زما په خیال داسې نشي کیدلی، لیکن په پاکستان کې خلک په ډېرو داسې خبرو یقين کوي چې د حقیقیت برعکس وي…. په پاکستان کې چې بشمول د عمران خان څومره سیاسي بدلونونه راغلي، د کورني سیاست نتیجه ده"

هغه واي، دا امکان نه لري چې په واشنګټن کې د چا په خواهش، لمسه، یا د لابینګ په زریعه د یو هیواد حکومت نسکور شي.

که څه هم حقاني ګڼي او په خپله دلته چارواکي وايي واشنګټن د اسلام اباد په کورنیو سیاسي چارو کې کار نه لري خو د پاکستاني سیاست دانانو دا نظریه ډیره زړه ده چې واک ته په رسیدلو کې د امریکه د رضامندۍ ضروري وي. د ځیني رپورټونو تر مخه ښاغلی خان یو وار بیا چا پوهه کړی چې صدر بایډن پخلا کړه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې له واشنګټنه رپورټ خپور کړی چې عمران خان وس د بایډن انتظامې د پخلا کولو په مشن پسې لابییسټان نیولي، ( لابییسټ په امریکه کې هغه پیشه ور تن ته واي چې د پیسو په بدل د چا د منفي یا مثبت سیاسي مقصد لپاره کار کوي.

ډان لیکي، پخواني وزیراعظم عمران خان له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې د امریکه د څلورو منتخب غړیو سره خبرې کړي او له دوی یې غوښتي چې په پاکستان کې د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره د هغه د غوښتنې ملاتړ وکړي. د ډان ترمخه په بهرنیو چارو کې د پي ټي اي مشر سلاکار عاطف خان ورته وویل:

"د خپل پیغام رسولو لپاره له دریو چینلونو، میډیا، کانګریس او ادارې څخه کار اخلي"

دا وخت په پاکستان کې د عمران خان د سیاسي مخالفینو حکومت دی، ډیوه له حقاني څخه وپوښتل ایا وسنی حکومت هم یو هایبریډ رژیم دی؟

"د پاکستان سیاسي نظام تر اوسه هایبریډ دی. البته موجوده نظام ته اسانتیاوې نورې هم شته، ځکه چې یو کثیرالجماعتي اتحاد دی ، په ظاهره د پاکستان پوځ دا وخت د کوم سیاسي کردار لوبولو نه څنډه کوي، لیکن د پاکستان سیاسي نظام تر اوسه داسې نه دی چې ورته مکمل جمهوریت وویل شي"

د تېر یو کال راهسې روان ژور سیاسي اړي ګړي، د هیواد د ستر عدالت او حکومت تر منځه روانې لانجې او په غورځنګونو کې ښکیله د اقتصاد ډوبیدونکې کښتۍ انجام د سیاسي چارو ماهران ډیر ښه نه تعبیروي.

تیره اونۍ راته په واشنګټن کې د وېلسن سنټر د اېشیا څانګې مشر مایکل کوګلمېن وویل دا هر څه د پاکستان د مړسپن جمهوریت د راپرزولو علت جوړیدی شي.