د عمران خان ریاستِ مدینه مخالف گوندونه انتقامي ریاست بولي

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په واک کې د راتلو وړاندې غټه نعره " تبديلي" یعني بدلون وو. وس د حکومت د یو کال په پوره کیدلو ښاغلی خان اولس ته د بدلون د نعرې سره سره د ښې ورځې په امید د زغم تلقين کوي او د "ریاستِ مدینه" خوب ويني.

د حکومت د یو کال په کیدلو په پاکستان کې سیاسي میدان ښه گرم دی، د وزیراعظم خان سیاسي رقیبان د هغه نه استعفا غواړي او نقادان وايي پاکستان د خپل زوړ بد حال نه لا بد ترۍ پلو روان شوی دی. په سوشل میډیا هم دا ټرینډ لیدل کیږي چې په "نوي پاکستان" کې څه هم نوي نشته.

که څه هم عمران خان او د هغه ملگري خوشبینه دي چې دويي به د اولس سره کړی د بدلون خپل لوظ وپالي خو د حکومت مخالفين وايي عمران خان نه یواځې ناکامه شوی دی بلکې د خپلو مخالفينو نه د سیاسي انتقام په کرکجنه لاره روان شوی دی او په مطبوعاتو یې سختې پابندۍ لگولي دي چې نقصان یې وسني مات گوډ جمهوري نظام ته رسي.

د عمران خان نه د استعفا غوښتنې د مخالفو غټو گوندونو د مشرانو لکه مریم نواز شريف او بلاول بهټو زرداري تر څنگ د جمعيت علما اسلام (ف) گوند مشر مولانا فضل الرحمان هم د جولاي په 28 په کوټه کې په یوه جلسه کې وکړه.

د خېبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزير او د حکومت مخالفه گوند جمعيت علما اسلام (ف) مهم مشر اکرم خان دراني وی او ای ډیوه ته وايي د حکومت نه په یو کال کې استعفا ځکه غواړي چې د عمران خان په حکومت کې پاتې کیدل به ملک تبا هۍ پلو ته بوځي:

"یو خو په معاشي توگه زمونږ ملک د اخرني حد نه اوختی دی، او بل دا دی چې د (عمران خان) چې کوم حالات جوړ کړي دي دا حالات که دا بې روزگاري، مهنگايي او کوم چې د مغرب په ایجنډه دلته نن دی د مدارسو خلاف او د مذهب سره کومې لوبې کوي نو بیا به دلته خدای دې نه وکي که مزيد وخت وي نو د ملک سلامتیا خطره پکې راځي"

د عمران خان په 2018 کې په واک کې د راتگ سره سم د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نورو سیاسي گوندونو ته مشوره ورکړی وه چې په اسمبلیو کې د کیناستلو څوگندونه، وانخلي.

ښاغلی درانی وايي چې د حکومت خلاف ټول مخالفه گوندونه یو غږ دي او ټول فکر کوي چې دا حکو مت د سیاسي مخالفینو نه انتقام ته ناست دی.

دا وخت د پخواني وزیراعظم نوازشريف او پخواني صدر اصف زرداري په گډون د وسنۍ قامي اسمبلۍ لږ تر لږه شپږ غړي په زندانونو کې دي.

د وزيراعظم عمران خان ځانگړی مرستیال نعيم الحق د مخالف گوندونو تورونه ردوي، ښاغلي حق وي او ډیوه ته وویل:

" زه ددې خبرې سره اتفاق نه کومه چې مونږ د خپلو مخالفینو نه سیاسي انتقام اخلو ، تر څو پورې چې د دوه لویو گوندونو د مشرانو د زندانونو خبره ده نو په هغو د بډو رشوتونو قضيې د هغويي په خپلو حکومتونو کې جوړې شوې وې، تاسو ته معلومه ده چې په 1990 کې د پیپلز گوند حکومت د بډو رشوتونو په سر ختم کړی شوی وو، په 1993 کې د نوازشريف حکومت د بډو رشوتونو په سره ختم کړی شو، په 1996 کې یو ځل بیا د پیپلز گوند حکومت د بډو رشوتونو په سر ختم کړی شو، د دوي ټول تاریخ داسې دی"

د وزیراعظم سیاسي مرستیال دا هم وویل چې حکومت د چیلنجونو باوجود په سمه لاره روان دی.

هغه وايي په شورو کې یې حکومت په معاشي میدان کې د ډېرو ستونزو سره مخ شو خو ددغه ستونزو د حل کولو کوښښونه یې کړي دي چې د ستاینې وړ دي:

" مونږ په بهرنۍ کرنسۍ کې د نهو اربو ډالرو نه زیات پورونه واپس کړل، مونږ د کورني پورونو قسطونه ورکړل. او څنگه چې زمونږ خزانه تشه شوې وه او ټولې ادارې کنگال شوې وې مونږ د هغې اقتصادي اډاڼه بیا د سره جوړه کړله او که خدای وکړه تاسو به وگورئ چې په راتلونکي یو کال کې به ټولې ادارې په سمه لاره روانې شي"

په پاکستان کې د ورځپاڼې انډي پینډینټ د مینجینگ ایډیټر هارون رشید په خیال د عمران خان په واک کې د راتلو په وخت په هیواد کې ستر معاشي چیلنجونه موجود وو او د وسنیو معاشي ستونزو ټوله زمواري په عمران خان اچول سمه خبره نه ده:

" دا د شلو، دیرشو کالو مسلې دي چې وس مخې ته راغلي دي"

البته د ښاغلي رشید په خیال په حکومت د سیاسي انتقام او په مطبوعاتو د پابندۍ تورنه تر ډېره حده سم دي:

"د سیاسي گوندونو د مشرانو انټرویوز نه پریږدي،که سوشل میډیا ته وگورئ نو په هغې هم د دويي سختي را روانه ده"

هارون رشید وویل عمران خان د امرېکې په سفر کې هم یو بیان ورکړی وو چې په پاکستان کې چې میډیا ته کومه آزادي ده هغه به دی قابو کوي.

که څه هم حکومت مخالفين اوسنی حکومت په سیاسي انتقام، میډیا قدغنونو او معاشي بدحالۍ تورنوي خو څیړونکي وايي مخالفين د حکومت خلاف مذهب د یو کارډ (وسلې) په توگه کاروي. نقادان دا هم وايي چې عمران خان هم تل مذهب د خپلو سیاسي مقصدونو لپاره کارولی دی.

د څیړونکو په خیال حکومت د مدينې د ریاست بیا بیا تکرار هم د خپلو مقاصدو او د پاکستان د اولس په جزباتي توگه د تیر باسلو لپاره کوي، ښاغلی رشيد وايي:

"مذهب خو زما په خیال د بدقسمتۍ سره پاکستان کې د پهله (وړومبۍ) ورځ نه سیاسي فوایدو د پاره استعمال شوی دی"

ښاغلي رشيد د تپوس په انداز کې وویل جمعيت علما اسلام له په کوټه کې خپلې سیاسي جلسې ته د ختمِ نبوت ريلي نوم ورکولو حاجت څه وو؟

اکرم خان دراني ددې نیوکې په دفاع کې وايي داسې یې ځکه کړي وو چې وزیراعظم خان د قادیانانو سره خبرې اترې روانې کړي دي:

"خدشه پیدا شوې ده چې قادیاني لابي دومره زوروره شوې ده او عمران خان د هغې سره څه کمیټمینټ هم کړي دي"

هغه وویل د دويي عقيده ده چې د پیغمبر حضرت محمد (ص) په ناموس باندې ځان قربانول هم وړه خبره ده.

د اکرم دراني د دغه دعوې په اړه کومو بې طرفو سر چینو پخلی نه دی کړی.

په پاکستان کې په تیرو 70 کلونو کې سیاست او مذهب دومره د یوبل سره تړل شوي دي چې د دواڼو تر منځ پوله تته ښکاري. د مذهبي مشرانو سره سره سیکولر سیاسي مشرانو او پوځي جر نیلانو هم وخت په وخت د سیاست په میدان کې د مذهب کارډ د شخصي یا ادارې د گټې لپاره لوبولی دی.

پاکستاني څیړونکي ځکه اکثر وايي چې د عمران خان د "مدینه ریاست ماډل" یا د مذهبي گوندونو ختمِ نبوت نعره په خپل خپل ځای د پاکستان اسلامي ټولنه کې د ووټ اخستلو یا حکومت ته د دوام ورکولو د پاره کارول کیږي.