د تحریک انصاف مخالفه ګوندونه د عمران خان حکومت نسکورول غواړي، خو په خپلو کې سلا هم دي؟

د دوه کالو راهسې د سختو اقتصادي چېلنجونو سره مخ د عمران خان حکومت ته سیاسي مخالفینو ګواښ کړی چې نور به پاتې نه شي.

د پاکستان پیپلز کوند، پاکستان مسلم لیګ نون او جمعیت علما اسلام ډلې مشران واي د حکومت د ختمولو لپاره د حکومت مخالفو ګوندونو تر منځ اړېکې روانې دي.

د پیپلز ګوند زلمي مشر بلاول بټو زرداري ویلي دي چې د لوی اختره ورستو به د عمران خان د سېلکټېټډ ( د پوځ خوښ کړی شوی) حکومت نسکوروي او د ټولو ګوندونو سره یې اړېکې نیول شورو کړي دي.

وي او ای ډیوه د ښاغلي بلاول ددغه ګواښه ورستو د حکومتي وزیر فواد چودري سره د خبرو نه علاوه د حکومت د نورو مخالفو ګوندونو د مشرانو او څړونکو سره هم رابطې وکړې.

په قامي اسمبلۍ کې د حکومت د یو لوی مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیګ نون یو مشر سنبټر پروېز رشید ډیوه ته وویل چې د عمران خان حکومت نور د پاتېکیدلو جواز بایللی دی:

“مخالفو ګوندونو خو د وړومبۍ ورځې نه په حکومت تحفظات لرل”

ښاغلي رشید ددې تپوس په ځواب کې چې وس داسې څه ضرورت ګڼۍ چې د حکومت نسکوره ول غواړۍ؟ نو هغه وویل په دوي د اولس لخوا وس فشار سوا شوی دی:

“ سیاسي ګوندونه ګڼي که د اولس په غږ پورته نه شول نو دوي به خپل اعتبار وبایلي”

د هغه په خیال باید وس تمام مخالفه ګوندونه د بیا انتخاباتو غوښتنه وکړي.

ایا د حکومت په ضد د تحریک لپاره ټول مخالفه ګوندونه په دې سلا دي چې بیا د سره انتخابات پکار دي؟

ددې سوال د ځواب لپاره چې وي او ای ډیوه د جمعیت علما اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان سره رابطه وکړه نو هغه وویل چې ددې سوال ځواب لا اوس نه شي ورکولی.

هغه وویل ډېر موضوعات لا په پایپ لاین کې دي او دی به د اختر نه ورستو د مسلم لیګ نون د مشر شهباز شریف او نورو سره ملاقاتونه کوي. شهباز شریف په پارلېمان کې مخالفو ګوندونو مشر دی.

د مخالفو ګوندونو د حکومت د ماتولو ګواښونه په خپل ځای خوحکومتي وزیران نه ګڼي چې د مخالفو کوندونو د حکومت په ضد تحریک به څه اثر وکړي.

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزير فواد جوهدري وي او ای ډیوه ته وویل حکومت د پاکستان اولس د پینځو کلنو د پاره خوښ کړی دی:

"مخالفه ګوندونه دې پینځه کاله صبر وکړي”

ډیوه چې د ښاغلي چوهدري نه تپوس وکړو ستاسو حکومت د اولس سره کړي لوظونه تر دې دمه پوره نه کړل نو څه داسې منصوبه لرۍ چې په راتلونکي درې کلنو کې به خپل لوظونه وپالۍ؟

هغه وویل د هیواد معیشیت په مضبو طېدلو دی، د تعمیر صنعت ښه کېږي او د کورونا په وبا کې حکومت ښه کردار ولوبولو.

که څه هم د پاکستان څیړونکي واي په اولسي کچه د ګرانۍ، بیروزګارۍ په وجه اولس د حکومتي تګ لارو نه ډېر زړه ماتی دی خو فکر نه کوي اوسني حکومت مخالفه ګوندونه دومره توان لري چې د تحریک په لاره به د عمران خان حکومت نسکور کړي.

د ډیوه سره په خبرو کې د شخصي تي وي جیو کوربه او څیړونکي سلیم خان صافي وویل مخالفه ګوندونه په ظاهره خو دا واي چې د حکومت خلاف ودرېدل غواړي خو ځیني په د حکومت مرسته کوي:

“د عمران خان حکومت په تیرو دوه کلنو کې ناکامه شوی دی خو د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نون مشران هم د احتساب ادارې په قضیو کې ښکېل کړی شوي دي او ددغو مجبورو په وجه دوي سخته لاره نه خپلوي”
هغه وویل پیپلز ګوند د حکومت د صدر د جوړولو په مرحله کې د حکومت مرسته کړې وه او بله دا چې د حکومت په ضد د مولانا فضل الرحمان د حکومت په ضد تحریک کلکه ملګرتېا یې نه وه کړې.

سلیم صافي دا فکر نه کوي چې د مخالفو ګوندونو لخوا به کوم کوټلی شریک تحریک شورو شي خو وايی د حکومت نه خلک ډېر خفه دي او دا امکان شته چې اولس په خپله د حکومت په ضد راپورته شي.
که څه هم عمران خان او د پاکستان پوځ دغه خبره په کلکه ردوي خو د پخواني کرکټ لوبغاړي په حکومت مخالفه ګوندونه دا تور د تېرو دوه کلنو راهسې په تکرار سره پورې کوي چې دی اولس نه, د هیواد پوځ خوښ کړی دی.
هم دغو تورونو ته په اشاره کې ځیني څیړونکي داسې ګمان کوي چې تر څو د پاکستان پوځ د ښاغلي خان په شا ولاړ وي دحکومت نسکورول به ډېر ګران کار وي.