عمران خان د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون په اسلام ضد حملې تورن کړ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فرانس په صدر اېمانوېل مېکرون تور لګولی چې ګني هغه د اسلام پیغمبر ته د منسوبو خاکو د خپرېدو په دفاع کې په اسلام برید کړی دی.

د عمران خان دا خبره څلور ورځې پس له هغه مخې ته راغلې چې صدر مېکرون وویل، فرانس به د اسلام د پیغمبر د خاکو له خپرولو په شا نشي، او دا وعده یې وکړه چې د دې د ملک آینده به هېڅکله هم د اسلام پالو کسانو په اختیار کې پرېنښودل شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپل فېسبوک کې ولیکل، «د افسوس خبره ده چې صدر مېکرون په قصدي توګه، د مسلمانانو – په شمول د خپلو شهریانو - د پارولو لاره اختیاره کړه.»

عمران خان د خپل پیغام په بله برخه کې زیاته کړې ده چې، «د بدقسمتۍ نه، هغه (مېکرون) د تشدد پلوه ترهګرو پر ځای (که هغه مسلمانان وي، که نسل پرسته سپین پوستي، او که د نازي نظریې پیروان)، په اسلام باندې د حملې کولو له طریقه یې د اسلاموفوبیا (اسلام ضد) د حوصله افزایئ لاره غوره کړله.»

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون دغه جنجال پاروونکې تبصرې پس له هغه کړې وې چې یو مسلمان وګړي پېرس ته نږدې د عام سړک په سر د یو سکول د استاذ سرغوڅ کړ او لویه هنګامه یې جوړه کړه. هغه استاذ ساموئل پاتي نومېده چې خپل کلاس ته د سبق ویلو په لړ کې یې د اسلام د پیغمبر خاکې شاګردانو ته ښودلې وې او په همدې باندې یو تن مسلمان د هغه نه سر پرې کړ. د فرانس صدر هغه وژل شوي استاذ ته د یو اتل یا هیرو نوم ورکړ او ویې ویل چې اسلامپاله کسان فرانس ته یوه خطره ده.

په اسلام کې دا یو ناروا عمل دی چې د پیغمبر خاکه دې ویستل شي. په پاکستان کې د توهین رسالت قانون پر بنیاد، د دین او یا پیغمبر د سپکاوي سزا مرګ ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل فیسبوک کې لیکلي، «صدر مېکرون د اسلام د پېژندنې نه بغیر، په اسلام باندې برید کولو باندې، په یورپ او ټوله نړۍ کې د کروړنو مسلمانانو په جذباتو حمله کړې ده او دا جذبات یې ځپلي دي.»

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون د دې میاشتې په ړومبیو کې ویلي و، «اسلام داسې یو دین دی چې په ټوله نړۍ کې له بحران سره لاس او ګرېوان دی.» او دې خبرې یې هم د څو مسلمانو ملکونو غبرګون راوپاروه.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کلونو کې په فرانس کې یو شمېر د تشدد نه ډکې حملې شوي چې ذمه وار یې اسلامپاله کسان و، په شمول د هغه خونړي برید چې د شارلي اېبدو په مجلې باندې په ۲۰۱۵ کال کې وشو، ځکه هغې مجلې د اسلام ضد خاکې خپرې کړې وې.

د فېسبوک مشر مارک زاکربرګ ته د عمران خان خط

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون ته د فېسبوکي پیغام نه جدا، د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فېسبوک کمپنۍ مشر او مالک مارک زاکربرګ ته یو خط لیکلی او ورنه یې غوښتي دي چې په فېسبوک باندې دې د اسلام ضد مضمونونو او محتویاتو د خپرېدو مخه ونیسي.

عمران خان په دې خط کې ویلي دي، «د سوشل مېډیا په سایټونو باندې مسلمانانو ته د بد و رد ویلو او ښکنځلو زیاتېدو ته په لیدو سره، زه له تاسو دا غواړم هماغسې بندیز چې مو په فېسبوک کې د هالوکاسټ په برخه کې لګولې، هماغسې پابندي د اسلام هراسۍ (اسلاموفوبیا) او د اسلام ضد کرکې په بیاناتو هم ولګوئ.»

د فېسبوک له طرفه تر اوسه په دې اړه څه جواب مخې ته ندی راغلی.

فېسبوک، چې په سوشل مېډیا کې تر ټولو لوی پلټفارم ګڼل کیږي، په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د کرکجنو بیاناتو په حصه کې خپله پالیسي یا تګلاره ترمیموي، او په دې سره هر هغه بیان چې هالوکاسټ (په دویمه عالمي جګړه کې د یهودانو ډله ییزه وژنه) دروغ ګڼي او یا غلط روایت یې کوي، هغه به بندوي.

فېسبوک ته پخپل خط کې، عمران خان بیا دا اشاره کړې ده چې په فرانس کې اسلام د ترهګرۍ سره تړلی ګرځول شوی او هلته کې د اسلام ضد کفري خاکو خپرولو ته اجازت ورکول شوی دی.

عمران خان په خط کې زیاته کړې ده، «د دې نتیجه به په فرانس کې د مسلمانانو لا جدا کېدل او ګوښې ته کېدل وي. د فرانس خلک به څنګه وکړای شي چې د تندلارو مسلمان شهریانو او د مېنسټریم یا عام مسلمان شهري ترمنځ فرق وکړي؟»

د وزیراعظم عمران خان دا خبرې، چې په سوشل مېډیا یې د ګڼو کسانو لخوا هرکلی شوی دی، په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د پاکستان داخلي سیاسي حالات نن سبا حساس دي او د عمران خان مخالف ګوندونه ټول یو لاس شوي او خلاف یې لوی لوی جلوسونه رایستلي او د څېړنکارانو په وینا، د عمران خان حکومت یې د داخلي سیاستونو له وجې تر فشار لاندې راوستلی دی.