عمران خان: که د اسلام اباد جلسه مې نه وای ځنډولې ملک کې د اړي ګړي جوړېدو اندېښنه وه

د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان ویلي، ده ته په جېل کې ویل شوي وؤ که ګوند یې په اسلام اباد کې جلسه وکړي نو په ملک کې د اړي ګړي اؤ انتشار خورېدو اندېښنه ده نو ځکه یې د جلسې ځنډولو پرېکړه کړې وه.

پاکستاني مطبوعاتو باندې د اسلام اباد د جلسې د ځنډولو په اړه تاوده بحثونه روان دي اؤ داسې انګیرنې کیږي چې ګنې د ګوند په مشرانو دا جلسه د اسټیبلشمنټ په وینا ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه چې تحریک انصاف ګوند به د زیارت- پنجشنبې په مازیګر د اسلام اباد په ترنول چوک کې جلسه کوي اؤ ددغه جلسې لپاره د ګرد هیواد څخه اسلام اباد ته روان شوي هم وؤ.

د اسلام اباد انتظامیې ددغه جلسې اجازت نامه منسوخ کړې وه خو د یاد ګوند مشرانو ویلي وؤ چې په هر حال کې به جلسه کوي اؤ بیا یو ناڅاپه پرون د زیارت په ورځ د تحریک انصاف مرکزي مشرانو اعظم سواتي اؤ بېرسټر ګوهر خان رسنیو ته وویل چې عمران خان خان سره یې زندان کې لیدلي اؤ هغه د نننۍ جلسې د ځنډولو وینا کړې ده.

د جلسې ځنډولو له اعلان وروسته په سوشل میډیا د پي ټي آي ګڼ شمیر فعالانو د خپل ګوند په قیادت د نیوکو ویډيوګانې خپرې کړي اؤ په هغوي یې اسټیبلشمنټ سره د ساز باز تورونه لګولي دي.

اؤ په ټولنیزو رسنیو د عمران خان د خور علیمه خان یو غږ هم خپور شوی چې پکې هغه وایي د اسلام اباد جلسه د عمران خان په وینا نه ده ځنډول شوې بلکې دوي ( د ګوند نور مشران )نه غواړي چې عمران خان راخلاص شي.

د جمعې په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو ته عمران خان ویلي هغه هم د جلسې په ځنډولو خفه دی خو که جلسه یې نه ځنډوله نو اندېښنه وه چې یوه بله نهم مې یې غاړې ته پرېوتې وه.

عمران خان ویلي د اسلام اباد جلسه د ختم نبوت په معامله ځنډول شوې اؤ ده ته په زندان کې معلومات ورکړل شوي وؤ چې ختم نبوت یوه حساسه معامله چې دیني ګوندونه پرې اسلام اباد کې احتجاج کوي .

هغه وایي د دیني ګوندونو د احتجاج اؤ د پي ټي آي هم په دغه ورځ د جلسې صورت کې ده د انتشار اندېښنه لرله نو ځکه یې د خپل ګوند جلسه وځنډوله .

هغه وویل اوس یې په اتم ستمبر اسلام اباد کې جلسه اېښې ده اؤ که چرې اوس ددې جلسې د مخې نیولو هڅه وکړل شوه نو ذمه وار به یې حکومت وي.

عمران خان ویلي اوس که عدالت مونږ ته د جلسې اجازه راکوي اؤ که انتظامیه دا اجازت نامه منسوخوي خو خپل ګوند ته وایم چې په هیڅ صورت د اتم ستمبر د جلسې مخې ته هیڅ رقم خنډان ونه مني.

په اپریل کال 2022م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د عمران خان د حکومت تخته نسکوره کړې وه او له هغې راپدېخوا د عمران خان په ضد پاکستان کې یو شمېر مقدمې درج کړل شوي او تر دې وخته هغه د اډياله په زندان کې پروت دی.

د عمران خان ګوند وایي چې په وروستیو ټولټاکنو کې د دوي ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې خو د شهباز شریف په مشرۍ پرې د مسلم لیګ(ن) او پاکستان پيپلز پارټۍ ګډ حکومت په ناجایزه توګه مسلط کړل شوی دی.